حکومت:د بيان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ژمن یو

د انځور حقوق bbc
Image caption له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د بیان ازادۍ ته پوره ژمن دي او په مرکز او ولايتونو کې چارواکي بايد له خبريالانو سره خپله همکاري زياته کړي

د افغانستان حکومت وايي، د بيان ازادۍ د ودې او پياوړتيا لپاره اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې پخپلو ژمنو ټينګ ولاړ دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې په مرکز او ولايتونو کې چارواکو ته لارښوونه شوې، چې په خپلو کاري برخو کې خبريالانو ته کره معلومات ورکړي.

دغه خبرپاڼه وروسته له هغه خپرېږي، چې د خبريالانو ټولنو د ملي يووالي پر حکومت نيوکه وکړه چې په مرکز او ولايتونو کې چارواکي خبريالانو ته کره او پر وخت معلومات نه ورکوي.

د افغانستان حکومت وروسته له هغه په مرکز او ولايتونو کې چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې خبريالانو ته کره او پر وخت معلومات ورکړي، چې د خبريالانو ټولنو پرې نيوکې وکړې.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د بیان ازادۍ ته پوره ژمن دي او په مرکز او ولايتونو کې چارواکي بايد له خبريالانو سره خپله همکاري زياته کړي.

په اعلاميه کې په مرکز او ولايتونو کې ټولو چارواکو ته لارښوونه شوې، چې د قانون په رڼا کې په خپلو کاري برخو کې خبريالانو ته سم او پر وخت معلومات ورکړي.

په افغانستان کې له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې نی مشر صديق الله توحيدي د حکومت د دغه ګام ستاينه وکړه، خو ټينګار يې دا و چې هرې ادارې او ولايت ته په دې تړاو ځانګړي مکتوبونه واستول شي.

Image caption په افغانستان کې له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې نی مشر صديق الله توحيدي د حکومت د دغه ګام ستاينه وکړه

په اعلاميه کې له خبريالانو د ټينګ ملاتړ يادونه شوې او ويل شوي، چې د ژورنالستانو پر وړاندې زورزياتی ورته د منلو نه دی. دوی ويلي،که د خبريالانو پر وړاندې د زورزياتي کومه پېښه رامنځته کېږي، دوی يې تعقيبېدو ته کلک ژمن دي.

دغه اعلاميه داسې مهال خپرېږي، چې له ازادو رسنيو د ملاتړ يوې ادارې نی دوه ورځې وړاندې په يوه نظر پوښتنه کې ويلي و، چې د ملي يووالي حکومت له جوړېدو راهيسې د بيان ازادۍ په وضعيت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

په دغه نظر پوښتنه کې چې د پنځو ولايتونو له شاوخوا ۳۰۰ خبريالانو سره په کې خبرې شوې وې، شاوخوا ۳۵ سلنه ژورنالستانو ویلي و، چې د بيان د ازادۍ وضعيت تر پخوا خراب شوی دی.

وړاندې تر دې د ملي يووالي حکومت دواړو مشرانو د خپلو ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال له خبريالانو سره ژمنه کړې وه، چې واک ته له رسېدو وروسته به د بيان ازادۍ ته بشپړ درناوی ولري.

ورته مطالب