بامیانو کې په دودیزه توګه د نوروز جشن لمانځل

Image caption اوس په بامیانو کې د کال لومړۍ ورځ کال تر بله کاله لږ څه په تفاوت لمانځل کېږي دا بدلونونه د وخت له بدلون څخه سرچینه اخلي

د بامیان ولایت په ځینو سیمو کې لاهم د نوروز جشن په هماغه دودیزه توګه لمنانځل کېږي.

ددغه ولایت اوسیدونکي په کلیو کې د سیمه ییزو لوبو په کولو خوښي او خوشالي کوي خو ویل کېږي اوس دا دودونه او رواجونه پیکه شوي.

اسدالله جلالزی په دې اړه خپل راپور کې کاږي:خلکو د شنې زرغونې په څير کړۍ جوړه کړې او د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ نوي او رنګارنګ کالي اغوندي.

د نوي کال لومړۍ ورځ نوروز خو اوس په بامیانو کې لکه د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې تر پخوا لا په ښه توګه لمانځل کېږي.

اویاکلن طالب حسین د نو روز د پخوانیو جشنونو په اړه وايي:"پخوا به وختي نارې وهل کېدې، چې نوروز دی بیا به موږ په خپلو کورنو کې یو څه خواړه برابر کړل او دا به مو جومات ته راوړل او خوړل به مو. له هغه وروسته به بیا موږ خپلو سیمو کې یوې دښتی ته راوواتو او هلته به مو لوبې کولې".

Image caption د بامیانو اوسېدونکي وايي، پخوا به وختي نارې وهل کېدې، چې نوروز دی بیا به موږ په خپلو کورنو کې یو څه خواړه برابر کړل او دا به مو جومات ته راوړل او خوړل به مو

همدا رنګه به ښځو هم په دغې ورځ د ځانګړو خوړو په پخولو سره میله ځایونو ته تللې یو ټولی ښځو به سیمه ییزې سندرې ویلې.

کابو پینځوس کلنه سکینه بیا د تیرو وختونو دودونه او رواجونه تر اوس ښه بولي هغه وایی:"موږ به پخوا په کورونو کې حلوا پخه کړه، ډوډۍ به مو هم ورسره په غوړو غوړه کړه. کور په کور به ګرځیدو، یو بل ته به مو مبارکي ویله. پیغلو به سندرې ویلې. او هم به مو ټالونو کې ځانګل. هلته خو همدا لوبې او ساعتیرۍ ښې وې. پخوا خو همدا ول او زموږ ټولو همدا دود و د اوس مهال په پرتله هغوو دودونو خوند درلود".

خو اوس په بامیانو کې د کال لومړۍ ورځ کال تر بله کاله لږ څه په تفاوت لمانځل کېږي.

Image caption مېرمنې هم په دغې ورځ د ځانګړو خوړو په پخولو سره میله ځایونو ته ځي یو ټولی ښځې سیمه ییزې سندرې وايي او د نوي کال پیل ته ښه راغلاست وايي

فرهنګي فعال عزیزوایي، دا بدلونونه د وخت له بدلون څخه سرچینه اخلي:"دودونه هم ښه ول مینه وال یې لرل. خو اوسني ځوانان به کیدای شي د هغه مهال لوبې لکه پهلواني، نیزه بازي او نورې خوښې کړي او ننداره به یې وکړي خو اجرا کولای یې نه شي. دوی هڅه کوي، چې له اوسنیو جشنونو او دودونو سره ځان عیار کړي".

ورته مطالب