مالیې وزارت:۷۰ سلنه عایدات مو را ټول کړی شول

Image caption د مالیې وزارت وايي،له هټیوالو او کاروباريانو يې د ماليو راټولولو سيستم نور هم پراخ کړی او د حکومت هڅه دا ده چې خلک ماليې ورکولو ته وهڅوي

د ماليې وزارت وايي، تېر کال د عايداتو له اړخه د افغانستان لپاره ښه نه و او ايله يې وکړای شول د ټاکلي هدف ۷۰ سلنه عوايد راټول کړي.

دوی وايي، د عوايدو کچې د ښکته کېدو لوی لامل ټاکنيزې لانجې وې، چې څو مياشتې وغځېدې.

اوس چې نوی مالي کال پيل شوی د ماليې وزارت وايي، امکاناتو ته په کتو به سږکال دوی خپل ټاکلي هدف ته چې ۱۲۵ ميليارده افغانۍ يې ټاکلی ځان ورسوي.

د بي بي سي خبریال عبدالله ستانکزی وايي د ماليې وزارت چارواکي خوښي څرګندوي چې د عوايدو د راټولولو چارې يې مخ په ښه کېدو دي او راتلونکي کال کې به د ۱۲۵ ميليارد افغانيو ټاکلی هدف پوره کړي.

دوی وايي، له هټیوالو او کاروباريانو يې د ماليو راټولولو سيستم نور هم پراخ کړی او د حکومت هڅه دا ده چې خلک ماليې ورکولو ته وهڅوي.

د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني وايي، تېر کال د عوايدو راټولېدو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د ولسمشرۍ ټاکنې وې چې څو مياشتې وغځېدې.

دی وايي، همدا لامل و چې تېر کال له خپل ټاکلي هدفه کابو ۳۰ سلنه وروسته پاتې وو.

د انځور حقوق ASAP
Image caption حکومت وايي، که ماليه په سم ډول راټوله شي، حکومت به وکړای شي له بهرنۍ مرستې پرته خپله عادي بوديجه پوره کړي

د ماليې وزارت وايي، اوس هغه اندېښنې ورسره نه شته، چې ګواکې حکومت دې د کارکوونکو د معاشونو په ورکولو کې پاتې راشي او پر خپل وخت یې پرې نه کړي.

د افغانستان کلنۍ بوديجه اووه ميليارد ډالره ده او حکومت وايي، که ماليه په سم ډول راټوله شي، حکومت به وکړای شي له بهرنۍ مرستې پرته خپله عادي بوديجه پوره کړي او ترڅنگ به يې د پرمختيايي بودجې لويه برخه هم پوره کړي.

ورته مطالب