د فرخندې مړی نن کابل کې خاورو ته وسپارل شو

Image caption د ۵۰۰ فامیلي سیمې د مُلا په وینا فرخنده وروسته له هغه د قهرجنو کسانو له خوا ووژله شوه چې تعویض لیکونکي تور پرې ولګوه چې قرآن یې وسوځاوه.

نن په کابل کې د فرخندې د مړي، خاوړو ته د سپارلو مراسم پاي ته ورسېدل. په دغه مراسمو کې ګډونوالو ښځو اجازه ورنکړه چې د دغې نجلۍ تابوت، نران ولېږدوي.

درې ورځې وړاندې، فرخنده د کابل ښار په مرکز کې د یو شمېر نرانو له خوا په ډبرو او لرګیو ووژل شوه او بیا یې مړی وسوځول شو.

نن د کابل ګڼو اوسېدونکو، مدني فعالانو او د هغې خپلوانو د دغې ۲۷ کلنې نجلۍ تابوت، د کابل په شمال کې د ۵۰۰ فامیلۍ د سیمې په هدیرې کې خاورو ته وسپاره.

Image caption د تابوت لېږدوونکو ښځو، نرانو ته اجازه ورنکړه چې د فرخندې تابوت ولېږدوي.

د کابل د جنايي پولیسو مشر جنرال ظاهر ظاهر په دغو مراسمو کې وویل چې تراوسه ۱۳ کسان د فرخندې د وژلو په تور نیول شوي دي او د نورو تورنو کسانو لټون دوام لري.

په دغو مراسمو کې ګډونوالو د "عدالت" "عدالت" شعارونه ورکول.

د فرخندې پلار نادر خبریالانو ته وویل چې هماغه سهار، د ده

هغه وویل لور یې هر وخت اسلامي مسایلو ته پام کوه او نور یې هم دې ته رابلل چې مراعات یې کړي. ښاغلي نادر وویل لور یې غوښتل چې ډاکټره شي. څه موده وړاندې یو څه ناروغه شوې وه چې ډاکټر ته له تللو وروسته، ښه شوې وه.

د فرخندې پلار د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې د ده د لور وژونکو ته دې، د هغوي د کړنو لپاره سزا ورکړل شي.

د سیمې د جومات امام، مولوي احمد چې له کلونو راهیسې فرخنده او کورنۍ یې له نژدې پېژني، بي بي سي ته وویل چې د دې ټوله کورنۍ د علم او فرهنګ خاوندان دي او د فرخندې په ګډون، ټول اسلامي مسایلو ته کلکه عقیده لري.

دغه مولوي وویل چې د ور رسېدلو معلوماتو پر بنسټ د دغې نجلۍ له هغه ملُا سره چې په دغې سیمې کې یې تعویض لیکه، لفظي شخړه راغلې وه چې وروسته هغه فرخنده د قرآن کریم په سوځولو تورنه کړه او قهرجنو خلکو هغه ووژله.

د فرخندې د وژنې په وړاندې، په افغانستان کې ډېرو خلکو غبرګونونه ښکاره کړي دي. په ټولنیزو شبکو کې د هغې په نوم پاڼې جوړې شوي چې موخه یې د فرخندې د وژونکو محاکمه کول ده.

Image caption په هرات کې ټول شوي خلک چُپه خوله ولاړ ول او د عدالت غوښتنې شعارونه یې لیکلي ؤ.

د هرات په ښار کې هم په سلګونو مدني فعالانو او فرهنګپالو ځوانانو له افغان دولت څخه وغوښتل چې د فرخندې د وژنې عاملین محکمه کړي.

ورته مطالب