"زابل کې د تښتول شوو کسانو، یو شمېر خوشې شوي"

Image caption د تښتونې په دې پېښه کې، د تښتوونکو د هویت او موخې په اړه تر ټولو لږ معلوم په لاس کې دي.

د غزني ولایت چارواکو منلې چې په زابل کې د نیول شوو ۳۱ کسانو له ډلې یو شمېر يې راخوشې شوي دي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي بي بي سي ته ویلي چې د بېلابېلو ولایتونو قومي مشران، د نیول شوو کسانو د خلاصون لپاره له تښتوونکو سره په خبرو اترو بوخت دي.

د ښاغلي احمدي په وینا تمه ده چې پاتې یرغمل شوي کسان به هم د سپین ږیرو او قومي مشرانو په هڅو راخوشې شي.

دغه قومي مشران او د هزاره ګانو د قومي شورا غړي په ګډه له تښتوونکو سره په تماس کې شوي.

تر دې وړاندې افغان دولت په سیمه کې پوځي عملیات ترسره کړل چې که وکړای شي یرغمل شوي کسان راخوشې کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د دغو کسانو له ورکېدو وروسته، د طالبانو یوه ویاند،په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل.

ورته مطالب