قوم ته د سپکاوي په تور د 'ارمان' رادیو خپرونې وځنډول شوې

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption په افغانستان کې درسنیو له لورې تېروتنه تازه خبره نه ده،خو کمسارې ده چې په پلازمېنه کابل کې دې یوه راډیو له دغه ډول غبرګون سره مخامخ کېږي

په کابل کې یوه سیمه ییزه راډیو له دې امله د ۱۰ ورځو لپاره وتړل شوه، چې یو سوداګریز اعلان يې د ځینو قومونو سخت غبرګون راوپاروه.

له سختدریځۍ سره د مبارزې په پلمه په دغه اعلان کې د پکتیا او خوست د ځینو قومونو نومونه اخیستل شوي او په کې ویل شوي چې ځینې خلک له کرښې هاخوا له مېرمنو د سختدریځۍ په چارو کې ګټه اخلي.

د خوست او پکتیا خلکو دغه اعلان د خپلو قومونو سپکاوی بللی او له افغان ولسمشر يې غوښتنه کړې، چې له دغه راډیو او اعلان جوړونکې ادارې سره دې قانوني چلند وشي.

د 'ارمان' په نوم دغې راډیو چلونکو رسمي بخښنه غوښتې.

سیدعبدالله نظامي په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي، په کابل کې د "موبې ګروپ" په نوم د خپرنیزې ادارې د خوست او پکتیا ولایتونو له خلکو په یوه غونډه کې له دې امله رسمي بخښنه وغوښته، چې ګنې د ارمان په نوم سیمه ییزې راډیو يې ځینو ددغه سیمې قومونو ته سپکاوی کړی د موبې ګروپ مشر سعد محسني دا د خپلو کارکوونکو غفلت ګڼي:"که څه هم دغه اعلان په موږ پورې تړلی نه و او په جوړولو کې يې موږ هېڅ ډول ونډه نه درلوده اخلاقاً په ارمان راډیو کې د دې اعلان د خپرېدو له امله د ځاځیو منګلو او توریو له شریفو خلکو بخښنه غواړم".

په ولسي جرګه کې د پکتیا استازی ګل بادشاه مجیدي وايي، قهرېدلي خلک يې کابو کړي او له ولسمشره يې غوښتي، چې اعلان جوړونکې اداره او کارکونکي دې د عدلي څار لاندې ونیول شي.

نوموړی وايي، چې د ارمان په نوم راډیو سره دې پرېکړې ته رسېدلي، چې خپرونې به د یوې میاشتې لپاره تړل کېږي قومي مشرانو بیا شل ورځې بېرته وربخښلې.

په افغانستان کې درسنیو له لورې تېروتنه تازه خبره نه ده، موده وړاندې یو افغان عکاس په یوه انځور کې لاسوهنې د زندان تر کوټو ورساوه، خو کمسارې ده چې په پلازمېنه کابل کې دې یوه راډیو له دغه ډول غبرګون سره مخامخ کېږي.

ورته مطالب