امریکا ته د غني او عبدالله سفر، د افغانستان او امریکا اړیکو کې نوی پړاو

د انځور حقوق GETTY

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني، او د حکومت اجرايي رییس، عبدالله عبدالله په داسې یو وخت کې واشنګټن ته تللي دي چې د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د ټینګو اړیکو ‎ رامنځته کولو لپاره شرایط د پخوا په پرتله ډېر ښه شوي دي.

خو د فضا د نازکتیا په اړه هم شک نشته. په افغانستان کې فساد د پخوا په شان پراخ او ملي دولت کمزوری دی. د امریکا ولسمشر، بارک اوباما، په بې صبرۍ سره هڅه کوي چې د خپل جمهوري ریاست د دورې له ختمېدو نه مخکې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسوي او په عمل کې یوازې د راتلونکي کال تر پایه ددې کار لپاره فرصت لري.

د امریکا کانګرس هم د امریکا د متحدو ایالتونو له مالي مرستو د افغانستان دولت د ګټې اخیستو د توانايي د محدودیت، او د امریکا د مالي ستونزو په نظر کې نیولو سره، افغانستان لپاره تصویب شوې بودیجې ورو ورو کمې کړې دي.

کرزی او له امریکا سره ترینګلي اړیکي

خو ددې ټولو سره، حالات د تیر کال په پرتله ښه شوي دي. نشي کېدای هغه خدمتونه چې د افغانستان پخواني جمهور رییس، حامد کرزي، خپل هیواد ته کړي دي له پامه وغوځول شي، اوهم د افغانستان په بې پایه ستونزو کې د امریکا د عیبونو رول وړوکی نشي ګڼل کیدای. خو ښاغلی کرزی له لوېدیځ سره د افغانستان د اړیکو پر وړاندې یوستر خنډ و او حتی که کله يې د منطق له مخې هم کوم دریځ نیوه د خواشینۍ سبب کېده.

د انځور حقوق us d state

دا رویه د هغو امریکایانو چندانې نه خوښېده چې خپل زامن يې د جنګېدو او کله کله د وژل کیدو لپاره د هندوکش غرونوته لیږل او افغانستان او نوروهیوادونو سره يې مالي مرستې کولې. وروسته د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجو پرسر اختلافونو ددیموکراتیک نظام بشپړتیا له ګواښ سره مخامخ کړه اونژدې و چې هیواد د قومي مناقشې کندې ته ولوېږي.

پدې ترڅ کې، اوسره ددې چې د طالبانو ډلې ځان ټینګ ښوده، ناټو افغانستان کې د خپلوځواکونو په بیا کمولو سره د خپلو عسکرو شمېر د هغې کچې لس سلنې برخې ته راټیټ کړ چې پخوا يې درلود.

غني اوعبدالله، پوه کسان

د تېرو حالاتو په پرتله، اوس وضعیت داسې دی چې د افغانستان له اوسنیو چارو د امریکا د ملاتړ لپاره ډیره هیله کیدای شي. غني اوعبدالله، او د امریکا قانون جوړونکي، باید ددې کتنو په ترڅ کې ډېر کارونه وکړي. خو د یو توافق لپاره ښه فضا موجوده ده.

غني یو پوه سړی دی او امریکا پېژني، ډېره موده يې په امریکا کې ژوند کړی، په تېرو لس - پنځلس کلونو کې يې په راز راز دولتي مقامونو کې کار کړی او په بېلابېلو ډولونو يې د افغانستان اوامریکا په اړیکوکې رول درلودلی. شک نشته چې هغه به د افغانستان لپاره د امریکایانو د فداکاریو منندوی وي. هغه یو ژمن سمون غوښتونکی دی او کولای شي د افغانستان په حکومتولۍ کې ځینو ترلاسه شویو پرمختګونو ته اشاره وکړي، او دا به هم ومني چې ډېر نور کارونه لاهم پاتې دي چې باید ترسره شي.

هغه نه یوازې د ناټو د عسکرو د هڅو قدر کوي، بلکې د افغانستان د پیاوړي پوځ او پولیسو له فداکاریو هم خبردی. شک نشته چې هغه به په خپلو خبرو کې دغه ټول موارد یاد کړي.

د انځور حقوق US d state

پدې ترڅ کې به، ډاکټرعبدالله هم، په نسبتاً ټیټه کچه خومهم رول په ښه توګه ادا کړي. هغه ددې حقیفت څرګندونکی دی چې د منځني ختیځ د ډیرو هیوادونو برخلاف، د افغانستان راز راز قومونه او ډلې د تاوتریخوالي د شته والي سره سره، يو له بله سره همکارۍ ته دوام ورکوي. هغه هم د افغانستان ددولت د ښه والي او اصلاح لپاره پروګرامونه لري او له همدې زاويې يې د افغاستان د جمهوري ریاست د ۲۰۰۹ او۲۰۱۴ کلو په انتخاباتو کې ګډون وکړ.

کانګرس او سپینه ماڼۍ

زیاتره مطرح کیدونکي شیان به د امریکا د کانګرس په غوږونو باندې ښه ولګیږي. خو ښايي د پخواپه شان به د افغانستان لپاره د مرستو غوښتنې، په تېره بیا د اقتصاد په برخه کې، ټولې ونه مني.

خو، په منځني ختیځ کې د ترینګلو حالاتو او په ۲۰۱۱ کال کې له عراق نه امریکايي پوځي ځواکونو د وتلو په نظر کې نیولو سره چې اوس فکر کيږي یوه اشتباه یا تېروتنه وه، ګمان نه کیږي چې و به غواړي افغانستان کې بیا دغسې اشتبا تکرار کړي، یا خپل ځواکونه په ګړندۍ توګه وباسي، پداسې حال کې چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې يې هلته په ګډه ډېر زیار ایستلی، ستونزې يې ګاللي، مالي او انساني لګښتونه يې پر غاړه اخیستي. _____________________________________________

په عمل کې په امریکايي اړخ کې تر ټولو ستره ننګونه بارک اوباما دی. حتی که هغه دې ته هم حاضر شي چې په روان کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو کار یوڅه سست کړي خو د پخوا په شان غواړي چې د راتلونکي کال ترپایه ټول امریکايي عملیاتي ځواکونه له افغانستانه وباسي. دا پروګرام یوه تېروتنه ده او باید بدل شي.

_____________________________________________

د انځور حقوق AFP

د امریکا متحده ایالتونه د القاعدې (داعش) او د سیمې نورو افراطي ډلو د ځپلو لپاره، پوځي اډو ته اړتیا لري او باید وکولای شي حتی د ۲۰۱۶ کال نه وروسته هم له دغسې اډو نه کار واخیستی شي. په سیمه کې شته والی، د نفوذ یا اغېز د اهرامونو په لاس کې درلودلو په معنا دی، د نفوذ هغه اهرامونه چې په ۲۰۱۱ کال کې يې په عراق کې له لاسه ورکړل (البته باید ومنو چې عراقیانوهم پدې کې رول درلود).

د نفوذ د اهرامونو نه درلودل پدې معنا و چې واشنګټن نور نشوای کولای د نوري المالکي د حکومت په فرقه اي تګلارو او تیروتنو کې بدلون راولي. افغانستان کې ددغسې اشتباه ګانو او تیروتنو تکرار ، د هېچا خوښ ندی. د امریکا متحده ایالتونه باید په افغانستان کې د خپل حضور(شته والي) او مشارکت لپاره، پدغه هیواد کې خپلې دوه یا درې پوځي اډې د تل لپاره وساتي.

د انځور حقوق AFP

سره ددې چې له واشنګټن نه د غني اوعبدالله د کتنې په برخه کې د امریکا د کانګرس رول مهم دی، خو زموږ پام باید دې ته وي چې سپینه ماڼۍ څه ډول غبرګون ښيي.

ورته مطالب