'افغانستان کې دې د تعویذ لیکونکو هټۍ وتړلې شي'

داعي الحق عابد د انځور حقوق b
Image caption د حج او اوقافو د مرستیال وزیر داعي الحق عابد په خبره هغه تاویز لیکونکي چې د شرعي احکامو له مخې تاویزونه ورکوي د هغوی لپاره به نوې تګلاره جوړه کړي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت پرېکړه کړې چې د دغه هیواد په لر او بر کې د تعویذ لیکونکو هټۍ په چورلټ ډول وتړي. دغه لړۍ چې دوه ورځې وړاندې پیل شوې په لومړۍ ورځ یې د کابل په شاه دو شمشره او ابو الفضل په زیارتونو کې د تعویذ لیکونکو دکانونه وتړل.

هغه کمیسیون چې په همدې موخه جوړ شوی دنده لري چې د تعویذ لیکونکو لپاره د جواز ورکولو نوې تګلاره جوړه کړي.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچی وايي یو شمېر کابل مېشتې مېرمنې چې د شاه دو شمشره زیارت ته ورغلي وايي چې دوی د افغان حکومت د دغه پورته شوی ګام هرکلی کوي.

افغان دولت له هغې وروسته د تعویذ لیکونکو پر کاروبار بندیز لګوي چې ویل کیږي څو ورځې وړاندې په پلازمینه کابل کې د یوه تعویذ لیکونکي له فتوا وروسته د فرخندې په نامه یوه پېغله د شاه دو شمشیرې په زیارت کې لومړی ووژل شوه او بیا یې مړي ته اور ورته شو.

د فرخندې د کورنۍ غړو هم ویلي چې هغې تل د تعویذ لیکونکو پر ضد مبارزه کوله او تعویذ ورکول او تعویذ اخیستل یې د اسلامي شریعت خلاف چاره بلله.

خو افغان حکومت هم پخپل نوی پورته شوی ګام کې د تعویذ لیکونکو په کاروبار بندیز لګولی او د حج او اوقافو د مرستیال وزیر داعي الحق عابد په خبره هغه تعویذ لیکونکي چې د شرعي احکامو له مخې تعویذونه ورکوي د هغوی لپاره به نوې تګلاره جوړه کړي.

افغان چارواکي وايي له تعویذ لیکونکو نه د زیارتونو چاڼول یوازې په پلازمینه کابل کې نه محدودیږي، بلکې دوی وايي دغه لړۍ به د دغه هیواد تر لر او بره هم وغځوی، خو دوی په دې برخه کې د خلکو مرسته او همکاري اړینه بولي او وايي چې په دې برخه کې ورسره د کورنیو چارو وزارت هم همکاری کوي.

د ډیرو تعویذ لیکونکو د دکانونو او کار ځایونو په ځوړندو شویو دړو او لوحو د بیلابیلو ناروغیو د علاج، د بې اولادۍ، د نجونو د بخت د خلاصېدو، د پیریانو او میرګیانو د کابو کولو او یو بل ته د مینانو د رسولو اعلانونه له ورایه ښکاري، تعویذ لیکونکی سید محسن پاچا وايي چې دغه کار کسب ورته له پلاره په میراث پاتې دی او د تاویز په ورکولو له چا نه د پيسو تمه هم نه لري.

د افغان حکومت د دغه پورته شوي ګامه وړاندې د زیارتونو شاوخوا به بې شمیره تعویذ لیکونکی ناست وو، اوس دغه تعویذ لیکونکي نه شته، د شاه دوشمشیرې زیارت ته اوس هم بې شمیره خلک چې ډیرې یې میرمنې دي دغه زیارت ته راغلي دي.

دغه میرمنې لا هم قهریدلي او د نارینه و پر وړاندې د دوی په څېرو کې کرکه له ورایه برېښي، ان تر دې چې هغوی نارینه و اجازه نه ورکوله چې د زیارت انګړ ته وردننه شي.

لا هم د افغانستان په لر او بر کې د داسې خلکو شمیر کم نه دی چې د ډاکټرانو په ځای همدغو کودګرو ته ورځي او د درملو پر ځای تعویذونه ورته اغېزناک برېښي.

د انځور حقوق Reuters

تر دې وړاندې د افغانستان په شان دودیزه ټولنه کې د کوډګرو او تعویذ لیکونکو بازارونه ډیر تاوده و، او دغو خلکو له همدې لارې کلونه، کلونه خپلې کورنۍ چلولې، خو د فرخندې له وژلو او د علماوو د شورا له پرېکړې وروسته ښايي د افغانستان حکومت پر تعویذګرو بندیز لګولی.

په تېر کې یو شمیر موحدو دیني عالمانو خلک له کوډګرو او تعویزګرو منعه کول او ان په یو شمېر سیمو کې زیارتونو ته په تګ هم یو لړ بندیزونه لګیدلي وو، خو دا چې د افغان حکومت دغه ګام به څومره عملي وي، لا مالومه نه ده.