خوست کې توغندیز برید درې مېرمنې او دوه ماشومان وژلي

Image caption توغندي پر کورونو لګېدلي دي او کورونه هم ویجاړ او زیانمن دي.

د خوست ولایت ختیځ لوري ته د علیشیرو ولسوالۍ اړوند ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ببرک تاڼې په سیمه کې د توغندیو د لګېدو له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په وژل شویو کې درې مېرمنې او دوه ماشومان دي، په لسو ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شته.

په خوست کې د بي بي سي خبریال الیاس وحدت وايي، وژل شوي او ژوبل د درو کورنیو غړي دي.

توغندي پر کورونو لګېدلي دي او کورونه هم ویجاړ او زیانمن دي.

د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ د خپلو سرحدي او امنیتي ځواکونو په حواله وايي چې توغندي له ډیورنډ پولې هاخوا نه راغلي دي، خو په خبره یې دا نه ده معلومه چې چا ویشتلي دي.

د پولې هاخوا د دولت وسله وال مخالفین هم فعال دي.

وخت په وخت راوړي او پر سرحدي پوستو د سپکو او درنو وسلو بریدونه هم کوي.

ویل کیږي چې په شمالي وزیرستان کې له عملیاتو وروسته، د حقاني شبکې وسله وال زیاتره همدې کرمې ایجنسۍ ته راغلي دي.

د خوست ولایت مقام ویاند زیاتوي چې کابل ته یې رپوټ ورکړی او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

ببرک تاڼه د کرمې ایجنسۍ له غرنۍ سیمو سره اوږده پوله لري.

که څه هم په یاده سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو سرحدي پوستې جوړې شوي دي خو د سیمه والو په وینا د مخالفینو د اوښتو او راوښتو مخه نه ده نیول شوې.

څو کاله وړاندې یې په همدې سیمه کې پر سرحدي پولیسو دومره درنه حمله کړې وه چې ګڼ کسان وژلي او ټپیان کړي، د پولیسو سپکې او درنې وسلې او موټرونه یې له ځانونو سره کرمې ایجنسۍ ته بېولي وو.

په دې وروستیو کې د خوست امنیت ښه بلل کیږي، له اوږده ځنډ وروسته دغه حمله کېږي.

تر اوسه د دغه برید پړه چا نه ده منلې.

ورته مطالب