د ۲۰ بې درکه موټر چلوونکو په اړه ضد او نقیض خبرې کېږي

Image caption کجران کې له لسو ورځو راهیسې جکړه روانه ده

دایکنډي ولایت کې د ۲۰ بې درکه موټر چلوونکو په باب ضد او نقیض رپوټونه ورکول کېږي.

ځايي چارواکي ادعا کوي، چې ۲۰ کسه موټر چلوونکي د دایکنډي ولایت له کجران ولسوالۍ نه وسله والو طالبانو تښتولي دي.

خو بل لور ته وسله والو طالبانو ویلي، چې دغه ګاډي چلوونکي دوی نه دي تښتولي. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا دغه موټر چلوونکي ازاد او روغ رمټ دي، خو وايي په سیمه کې جګړه روانه ده او د مخابراتي شبکو نشتوالي له کبله نه دي توانیدلي چې له خپلو خپلوانو سره اړیکه ټینګه کړي.

د مجاهد په وینا د جګړې له کبله د ګاډو یو کتار په سیمه کې د لارې پرانیستل کېدو ته منتظر دی، چې وايي د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به پر خپله لاره ځي. له دې مخکې د دایکنډي ولایت کجران ولسوال، ضامن پویا ویلي و چې وسله والو طالبانو په دغه سیمه کې ۲۰ موټر چلوونکي او مساپر یرغمل کړي دي.

د نوموړي په وینا دغه کسان د یکشنبې په ورځ یرغمل شوي او وروسته وسله والو طالبانو د ارزګان ولایت چارچینو ولسوالۍ ته لېږدولي دي.

نوموړی وايي تښتول شوي کسان شیعه ګان او د بلوڅ قوم اړوند دي. بل لور ته هغه دا هم وايي، چې په سیمه کې له لسو ورځو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت وسله والو مخالفانو تر منځ نښته روانه ده.

هغه وايي د وسله والو شمېر ۵۰۰ کسانو ته رسیږي، چې وايي په سپکو او درنو وسلو سمبال دي.

د نوموړي په وینا د کجران والسوالۍ کې شته افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او وايي که مرستندویه ځواک سیمې ته و نه لېږل شي، داسې احتمال شته، چې ولسوالۍ به د طالبانو کنترول ته ورشي.

د دایکنډي ولایتي شورا یوه غړي ابراهیم رحماني هم تایید کړې، چې وسله والو طالبانو دغه ولایت کې شل کسه موټر چلوونکي تښتولي دي.

نوموړي د ولسوالۍ امنیتي حالت خطرناک بللی او وايي د سقوط خطر یې موجود دی.

څو ورځې مخکې د افغانستان د لوی درستیځ مرستیال جنرال مرادعلي مراد چې د هېواد امنیتي حالت په باب ولسي جرګې ته د ځواب ورکولو لپاره بلل شوی و، وویل، چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ او نورو شمالي سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو د عملیاتو له شدت سره د افغان حکومت مخالفان کوښښ کوي، چې پر دایکنډي ولایت او په ځانګړې توګه پر کجران ولسوالۍ فشار ډېر کړي، چې په هلمند کې د عملیاتو تمرکز له منځه لاړ شي او د جګړې د نویو جبهو په پرانیستلو سره په هلمند کې د عملیاتو درولو ته لاره هواره کړي.