افغان حکومت پر تېریدونکو الوتکو مالیه لوړوی

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption ښاغلي رحیمي د دغو الوتنو شمېر له دوو سوو ډیر ښيي

د افغانستان حکومت پلان لري چې د دغه هېواد له هوا نه پر تېریدونکو الوتکو مالیه لوړه کړي.

اوس هره ورځ دافغانستان له فضا نه څه باندې دوه سوه الوتکې تیریږي. پخوا له هرې الوتنې ۴۰۰ امریکايي ډالر اخیستل کیده، خو له دې وروسته به ۵۰۰ ډالر وي.

د دغې پرېکړې دلیل له افغانستان سره د بهرنیو مرستو لږیدل په ګوته شوي دي.

نعمت الله کریاب له کابله خپل رپورټ کې کاږي، چې د افغانستان له فضا نه پر تېریدونکو الوتکو د سلو ډالرو مالیې ډېر والی به افغانستان ته هره میاشت شاو خوا له درې سوه زره امریکايي ډالرو ډېرې پیسې په لاس ورکړي.

د ملکي هواي چلند دادارې ویاند قاسم رحیمي وايي د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې به او س له هر ې الوتکې چې دافغانستان له هوا تیریږي پنځه سوه امریکايي ډالره مالیه اخیستله کېږي.

ښاغلي رحیمي د دغو الوتنو شمېر له دوو سوو ډیر ښيي او د مالیې د لوړوالي دلیل له افغانستان سره د بهرنیو مرستو لږوالی په ګوته کوي.

د ملکي هواي چلند د خپلواکې ادارې ویاند وايي تېر کال ېې له همدې لارې درې میلیارده او څلرویشت میلیونه افغانۍ لاس ته راوړې وې چې د پخوا په پرتله ۲۵ سلنه ډېروالی ښيي.

ښاغلی رحیمې وايي دراروانې اپریل میاشتي وروسته به دغه پریکړه پلې شي. په پام کې ده چې په نژدې راتلونکي کې ېې دغه واندیز ولسمشر لاسلیک کړي .

دمالېې وزارت لا مخکې ویلي وو چې په مالیاتي عوایدو کې ېې پام وړ ډیر والی راغلی،خو کتونکی وايي په افغانستان کې د شته فساد له امله میلیونونه ډالر لاهم دولتی زیرمو ته نه رسي او حکومت ېې دراټولولو توان نه لري