د سیلانیانو نشتوالي د بامیانو هوټل چلوونکي نهیلي کړي

Image caption د کابل ـ بامیانو په لاره ناامني او دغه ولایت ته د الوتنو ځنډ هم بامیانو ته د ګرځندویانو د سفرنو د کموالي لامل ګڼل کېږي

په بامیانو کې څو معیاري او ښایسته هوټلونه اوس له مالي ماتې سره مخامخ دي. په دغه ولایت کې خصوصي سکتور ډېرې پانګونه د هوټلونو د صنعت په برخه کې کړې.

اوس د همدې هوټلونو څښتن وايي، که چارې همداسې دوام وکړي، دوی به د خپلو هوټلونو دروازې وتړي.

د کابل ـ بامیانو په لاره ناامني او دغه ولایت ته د الوتنو ځنډ هم بامیانو ته د ګرځندویانو د سفرنو د کموالي لامل ګڼل کېږي

د افغانستان د ملي پارک په توګه د امیر بند نومونې، او د بهرنیو ګرځندویانو او سیلانیانو لپاره د بودا راکښون، افغان پانګوال وهڅول چې په بامیانو کې د هوټلونو د صنعت په برخه کې د میلیونونه ډالرو پانګونه وکړې، خو اوس پانګوال نهیلي ښکارې.

د هایلند د هوټل څښتن عبدالله محمودي، د خپل هوټل د کوټو کولپونه خلاصوي دا ښایسته هوټل پینځلس کوټې لرې، خو نن یو مېلمه لري.

ښاغلي محمودي بي بي سي ته وویل: څه د پاسه یوکال کېږي، چې ددغه هوټل ګټه تر ورځني لګښت کمه ده:

Image caption د هایلند د هوټل څښتن عبدالله محمودي، د خپل هوټل د کوټو کولپونه خلاصوي دا ښایسته هوټل پینځلس کوټې لرې، خو نن یو مېلمه لري.

''یوکال وشو چې ما په دې هوټل کې ګټه ونه کړه. بلکې د هوټل ټول لګښتونه له خپلې پانګې ورکوم. ددغه هوټل له پرانیستلو نژدې یونیم کال تېریږي او په دې هیله یم چې د یونیم کال زیان دومره ستونزه نه ده، خو له دې وروسته به ګورو چې څه کېږي، که نه نو ډېر نهیلی یم''.

د محمودي په وینا داهوټلونه په دې هیله جوړ شول چې بهرني او کورنې ګرځندویان به دلته راځي، خو اوس بامیانو ته د لیدو لپاره د راتلوونکو په تېره بیا د بهرنیان شمېر ډېر کم شوی.

د بریښنا لګښت هم یوه بله ستونزه ده چې دا هوټلونه ورسره مخامخ دي. د شاهي هوټل څښتن محمد حسني وايي، ددې هوټلونو ټوله بریښنا له شخصي جنراتورونو برابریږي؛ ځکه چې د سوداګریزو سیمو لپاره ددولتي بریښنا د یو کیلو واټ بیه ۴۵ افغانۍ ټاکل شوې.

حسني وايي، که دا حال و، کېدای شي د هوټلونو دروازې به وتړلې شي:

''هغه کسان چې پانګونه کوي، که چېرې يې د اوږد مهال لپاره هوټلونه کوم عواید ونه لري نو ښايي دا هوټلونه به وتړل شي. نو یو یا دوه کاله په زیان کار کول به ښايي د خدمتونو په وړاندې کولو کې هم د درېدو سبب شي''.

Image caption د بامیانو مرستیال والي اصف مبلغ وايي، که دا حال و په دغه ولایت کې به پانګونه هم کمه او راټیټه شي

د کابل – بامیانو په لارو کې ناامنۍ او د کورنیو الوتنو ځنډېدل هم ددې سبب شوې چې په تېرو میاشتو کې ګرځندویان بامیانو ته زړه نه ښه کوي.

دغه وضعیت نه یوازې پانګه وال بلکې سیمه ییز چارواکي هم اندېښمن کړي.

د بامیانو مرستیال والي اصف مبلغ وايي، که دا حال و په دغه ولایت کې به پانګونه هم کمه او راټیټه شي:

''اوسنی حالت او ددغه حالت دوام به منفي اغېز ولري. په خواشینۍ سره چې یوشمیر به ناهیلي کړي او دا محدودې هلې ځلې به يې هم په ټپه ودروي. موږ هیله من یو چې له دې وروسته په بامیانو کې د زیاتو ګرځندویانو او سیلانیانو کوربانه اوسو، چې ددې هوټلونو کاروبارهم پراخ شي او دوام وکړای شي''.

ددغو هوټلونو مېلمانه د هوټلونو له خدمتونو خوښ دي، خو پانګوال له خپلو ګټوبیا خوشاله نه دي.

ددغو هوټلونو یو مېلمه مصطفی ارشاد وايي:

Image caption ددغو هوټلونو مېلمانه د هوټلونو له خدمتونو خوښ دي، خو پانګوال له خپلو ګټوبیا خوشاله نه دي.

''زه د یوه مېلمه په توګه ددې هوټلونو له خدمتونو خوښ یم، ددې هوټلونو امکانات ښه دي، له مېلمنو سره هم ښه چلند کوي''.

په بامیانو کې اوس پینځه معیاري هوټلونه په زیاتو لګښتونو سره جوړ شوي، په لسګونو تنه هم په کې بوخت دي.

د هوټلونو مدیرانو د سارک کلتوري پلازمېنې ته سترګې نیولې، چېبامیانو ته سیلانیان او ګرځندویان رامات شي.

ورته مطالب