"بالاحصار کې باید پوځي موزیم جوړ شي"

Image caption د بالا حصار روستۍ رغاونه يې نیمه پیړۍ وړاندې د نادرخان په واکمنۍ کې وشوه

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې بالا حصار لکه د نورو تاریخي ځایونو بې سرپرسته پاتې دی.

په پنځمه زیږدیزه پیړۍ کې جوړه شوې دغه ودانۍ نا پوځي شوې نه ده، خو هغه پخوانی برم یې هم نه دی ورپاتې.

د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، که پانګه ولري دغه او نور تاریخي ځایونه به بیا ورغوي.

خو بل لور ته افغان کلتور پال له حکومته غواړي که دغه تاریخي ورثه بیا رغولی نه شي پر پوځي موزیم دې یې واړوي.

بالاحصار په پنځمه زیږدیزه پیړۍ کې د کابل سویل ختیځ کې د شیر دروازې غره لمن کې ودان شو.

Image caption خو د کمونیست پلوه حکومتونو پر مهال يې ډېره برخه د اور خوراک شوه، کابل ته د مجاهدینو په ورننوتو ېې نړیدلي دیوالونه نور پسې وران ویجاړ شول

دا ودانۍ له لومړي سره د پوځي موخو لپاره وه، ځکه خو اوس هم پکې د افغان پوځیانو یو ټولی مېشت دی.

د لرغونپوهان په وینا دغه ځای له اسلام وړاندې د بودایانو عبادت ځای و.

یو شمېر افغان واکمنانو دغې ودانۍ ته له هره اړخه پام کاوه او ځیني به یې دلته وخت نا وخته اوسیدل. وروستۍ رغاونه يې نیمه پیړۍ وړاندې د نادرخان په واکمنۍ کې وشوه.

خو د کمونیست پلوه حکومتونو پر مهال يې ډېره برخه د اور خوراک شوه، کابل ته د مجاهدینو په ورننوتو ېې نړیدلي دیوالونه نور پسې وران ویجاړ شول.

Image caption دا ودانۍ له لومړي سره د پوځي موخو لپاره وه، ځکه خو اوس هم پکې د افغان پوځیانو یو ټولی مېشت دی

افغان حکومت ته دعلومو اکاډیمۍ د غړي او تاریخپوه حبیب الله رفیع سپارښتنه داده چې دغه ودانۍ په یوه پوځي موزیم واړوي، هغه څه چې دا تاریخي ځای پکې خوندي کېدای شي. بل لور ته د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت چارواکي وايي، که امکانات ورکړل شي نه یواځې بالاحصار، بلکې ورڅېرمه د شیر دروازې غره دیوالونه هم ژغورلی او رغولی شي.

په تېرو څو کلونو کې د تاریخي سیمو ساتنه د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې نه وه. که په پلازمېنه کابل کې دا ډول تاریخي ځایونه د نړیدو له ګواښ سره مخ وي نو ښايي، په لرې پرتو سیمو کې چې د حکومت لاس رسی نه شته ښايي نور ډېر لرغوني ځایونه ړنګ او بې نومه شي.

ورته مطالب