'طالبانو سره د سولې خبرې باید ګړندۍ شي'

د انځور حقوق
Image caption ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې له وسلوالو مخالفینو سره د سولې له خبرو اترو به عام خلک خبروي.

د طالبانو د سیاسي شورا پخواني مشر، ملا آغا جان معتصم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې له بهیره ملاتړ اعلان کړی.

ملا آغا جان مُعتصم له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي د سولې د راوستلو لپاره دا يوه ښه فُرصت دی او بايد تردې چټک کړای شي.

آغا جان مُعتصم د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نژدې ملګری او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د مالیې وزیر پاتې شوی دی. د طالبانو له واکمنۍ وروسته هغه د طالبانو د سیاسي شورا مشر ؤ.

کله چې له ښاغلي مُعتصم وپوښتل شول چې دی ولې له څه مودې راهيسې فعال نه دی ویې ویل "په يوه وخت ګې د سولې دوه پروسې مناسب نه دي. زه دافغان حکومت او طالبانو د اوسنۍ پروسې ملاتړکوم" .

ښاغلی مُعتصم وايي که دا پروسه ناکامه شوه، دي به په خپله د روغې جوړې لپاره هلې ځلې يوواري بيا ګړندۍ کړي.

آغا جان مُعتصم څه موده وړاندې د سولې په لار کې ډېر فعال ؤ او په متحده عرب اماراتو کې يې د ځينو طالبانو په ګډون يوه غونډه هم جوړه کړې وه.

ښاغلی مُعتصم د ۲۰۱۱ کال د اګسټ په میاشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وسله والو له لوري په نښه شو چې په دې پېښه کې ټپي شو.

له دغې پېښې وروسته، نوموړی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په راوستو او جوړ جاړي کې مهم کس دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په افغانستان کې د داعش نومې ډلې له فعالیت څخه طالبان هم اندېښنه لري.

بي بي سي سره په يوې مخکېنۍ مرکې کې ښاغلي معتصم ويلي ول چې ټول طالبان د سولې غوښتونکي دي، خو غوره دا بولي چې له امريکايانو سره خبرې وکړي.

ځینې افغان مشرانو په دې ورستیو کې طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل کېدو خبره کړې ده خو طالبانو دغه ادعاوې رد کړي دي.

ورته مطالب