د خواله رسنۍ؛ د یوې زړه بوږنوونکې پېښې د ثبوت وسیله

د انځور حقوق AP

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه فیسبوک د مجرمینو او تورنو کسانو په نیولو کې د پولیسو په کارونو کې اسانتیاوې ډېرې کړي دي.

دغه وزارت په وروستیو کې ویلي، د فرخندې په وژلو او وهلو ډبولو کې ښکېل کسان د فیسبوک له لارې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

په کابل کې زموږ هکارۍ زمزمې نیازۍ پخپل راپور کې دې موضوع ته کتنه کړې ده.

سربېره پر دې چې د فرخندې د وژلو او سوځولو پر مهال په ننداره کوونکې ډلې نیوکې ډېرېږي، خو همدغې ډلې د ګرځنده ټیلیفونونو او کامرو پر مټ دغه پېښه رسنیزه کړه چې په پراخه کچه د سترګو په رپ کې له رسنیو خپره شوه.

مهمه دا ده چې اوسمهال ټولنیزو رسنیو پولیسو ته هم اسانتیاوې رامنځته کړې.

د کابل ۱۱۹ پولیس وایي هغه ۴۶ کسان چې د فرخندې د وژلو او سوځولو په تور نیول شوي، ۲۲ تنه یې د فیسبوک له لارې پېژندل شوي دي.

د کابل د پولیسو د یوسلو نولس مشر همایون عیني وایي، چې د فرخندې د وژلو وروسته،دوې د پولیسو ۱۱۹ فیسبوک پاڼه کې له خلکو وغوښتل چې د فرخندې د وژنکو په نیولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي:

''د کورنیو چارو وزارت د بلنې په اړه باید ووایم، هغه څه چې موږ لیکلي وه چې د فرخندې د وژونکو په نیولو کې له موږ سره مرسته وکړئ. دغه بلنه دوه سوو دوه شپیته زرو کسانو لوستلی وه زرو کسانو له نور سره شریکه کړې وه اوو زرو کسانو خپل نظرونه لیکلي وو، چې موږ د فرخندې د وژلو په تور ۲۲ کسان چې خلکو یې انځورونه او وېډیوګانې رالیږې وې، د فیسبوک له لارې ونیول''.

ښاغلی عیني وایي د ټیلیفوني اړیکو ترڅنګ، خلکو د فرخندې د وژونکو په باب معلومات او د دوی پتې له پولیسو سره شریکې کړې او د کابل د جنایي جرمونو د څېړنو ریاست په اسانۍ وتوانېد چې تورن کسان ونیسي.

هغه کس چې په خپل فیسبوک کې یې منلې وه د فرخندې په وژلو کې لاس لري، له همدې لارې ونیول شو.

د فرخندې د ځورونې او وژلو څېړونکی کمیسیون وایي ټولنیزو رسنیو د دغې پېښې په څېړلو کې له دغه کمیسیون سره ډېره مرسته کړې.

د کمیسیون غړی خپلواک ساپی وايي، د فرخندې د وژلو په پېښه کې ټولنیزې رسنۍ خورا اغېزمنې وې.

د ټولنیزو رسنیو کارونکي وایي که دغه وېډیو ګانې او انځورونه نه وای خپاره شوې اوس به د ۲۷ کلنې فرخندې د وژلو پېښه هم د نورو لسګونو پېښو په څېر چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي پټه پاتې وه او چا به یې پېښه نه څېړله.

د انځور حقوق AFP
Image caption پلازمېنه کابل، ولایتونو او د نړۍ په ځینو برخو کې د فرخندې لپاره د عدالت غوښتلو په پلوۍ لسګونه لاریونونه وشول
Image caption د فرخندې د قتل د عاملینو نیولو کې له خلکو نه د پولیسو د همکارۍ غوښتنه

د مدنې ټولنې فعال مرتضی فاروقي وایي په فیسبوک کې د نا قانونه پېښو په اړه معلومات خپرول به امنیتي ځواکونو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

خو له دې سره سره بیا هم د فیسبوک ډېری کاروونکو چې د فرخندې د مرګ پېښه یې له نژدې لیدلې وه د نوموړې د وژلو په باب خپل شریک شوي پوسټونه یې د وېرې او د پولیسو د پلټنو د خلاصون لپاره لرې کړي و، او په دې اړه خبرو کولو ته چمتو نه شول.

خو همدغه فیسبوک و چې د فرخندې وژونکي یې د قانون منګلو ته وسپارل.

دغې پېښې وښوده چې د ټولنې خبرول یوازې د خبریالانو کار نه بلکې عام وګړي هم د خلکو په خبرولو کې مرسته کولای شي.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب