ولسي جرګې ته د کابینې ۱۶ نوماند وزیران معرفي شول

د افغان ولسمشر دویم مرستیال له خوا ولسي جرګې ته د کابینې شپاړس نوماند وزیران معرفي شول.

محمد سرور دانش د دوی د معرفي کولو پرمهال وویل، افغانستان په یوه حساس او کړکېچن وضعیت کې دی، چې د کابینې بشپړېدل به دغه ستونزې حل کړي.

+ د نویو افغان کاندید وزیرانو لنډ ژوندلیکونه

سرور دانش د نویو کاندیدو وزیرانو د معرفي کولو پرمهال وویل: "هیله لرم د کابینې له بشپړېدو سره به سیمه ییزې ادارې هم بشپړې شي او اوسنۍ ګډوډي به له منځه ولاړه شي. حکومت به وکړای شي خپله اساسي تګلاره تطبیق کړي".

ښاغلي دانش زیاته کړه، په پام کې ده، چې تر یوه کال پورې پارلماني ټاکنې وشي او تر هغو پورې به ټاکنیز قوانین هم اصلاح شي او ''رڼې، عادلانه او له هر ډول ټګیو برګیو پاکې ټاکنې به ترسره شي''.

په افغانستان کې ټاکنې یوه لانجمنه موضوع ده، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې پاتې راغلو کاندیدانو په مخکښو هغو د درغلیو تورونه ولګول، خو په ځینو برخو کې د درغلیو تورونه ثابت هم شول.

د افغانستان ولسي جرګه په راتلونکو ورځو کې د نویو وړاندیز شویو کاندید تحصیلي اسناد او د هویت د تثبیت چارې مخته وړي او بیا دغو کسانو ته د تایید یا رد رایې ورکوي.

په نویو کاندید وزیرانو کې څلور ښځې دي. له سید سعادت نادري پرته نور ټول نوي کاندید وزیران دي.

لاندې کسان دغو وزارتونو ته نومول شوي:

  • د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته- همایون رسا
  • د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته- عبدالباري جهاني
  • د کرنې او مالدارۍ وزارت ته- اسدالله ضمیر
  • د سرحدونو او قبایلو وزارت ته- محمد ګلاب منګل
  • د عامه فوایدو وزارت ته- محمود بلیغ
  • د اقتصاد وزارت ته- عبدالستار مراد
  • د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته- محمد الله بتاش
  • د پوهنې وزارت ته- اسدالله حنیف بلخي
  • د ښارجوړونې چارو وزارت ته- سید سعادت منصور نادري
  • د عدليې وزارت ته- عبدالبصیر انور
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته- عبدالرزاق وحیدي
  • د ښځو د چارو وزارت ته- دلبر نظري
  • نشه یې توکو سره د مبارزې وزارت ته- سلامت عظیمي
  • د لوړو زدکړو وزارت ته- فریده مومند
  • د کار ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته- نسرین اوریاخېل
  • د اوبو او انرژۍ وزارت ته- علي احمد عثماني

په دغه نوملړ کې د دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر نوم نه لیدل کېږي. تر دې وړاندې دغه وزارت ته نوماند شیر محمد کریمي و نه کړای شو چې له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.

نژدې دوه میاشتې وړاندې، ولسي جرګې د بهرنیو چارو، کورنیو چار، مالیې، کانونو، د کلیو پراختیا، عامې روغتیا، کډوالو چارو، حج او اوقافو وزیرانو او د ملي امنیت عمومي مشر ته د باور رایې ورکړې.

ولسي جرګې تر دې وړاندې د ملي وحدت د حکومت له خوا، یوازې نهو کاندید وزیرانو ته د تایید رایې ورکړې.

ورته مطالب