افغانستان: د حرمینو دفاع کې د سعودي ټینګ ملاتړ کوو

د انځور حقوق ARG

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، د سعودي عربستان الحرمین الشریفین له سپېڅلې خاورې ددفاع لپاره د سعودي د دولت او خلکو ملاتړ وکړي.

له ارګه په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي:

''د افغانستان دولت او مسلمانو خلکو له سعودي عربستان سره ژورې تاریخي او دیني اړیکې لرلې دي، او د الحرمین الشریفین له سپېڅلې خاورې دفاع د هرمسلمان وجیبه بولي، له همدې امله د الحرمین الشریفین له سپېڅلې خاورې د دفاع لپاره د هر ډول ګواښ د رامنځته کېدو په صورت کې به په ټول قوت سره د سعودي عربستان د دولت او د هغه هېواد د مسلمانو او ووروڼو خلکو ترڅنګ ودریږي''.

+ د یمن کړکېچ: څوک له چا سره جنګېږي؟

+ یمن کې د بهرنۍ مداخلې تاریخ، د تور او واقعیت ترمنځ

افغان حکومت دا پرېکړه د عالمانو د سراسري شورا، سیاسي او مذهبي مشرانو او د ملي امنیت د شورا تر غونډې وروسته کړې ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption سعودي وايي، د حوثیانو د پوځي توان تر ختمولو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

اعلامیه وايي، د غونډې کډ‌ونوالو په بشپړه اجماع ټینګار وکړ، چې په سیمه او یمن کې د روان حالت په اړه له هر اړخیزې سلامشورې وروسته په بشپړې اجماع سره سوله او سراسري امنیت له مهمو لومړیتوبونو ګڼل کېږي.

اعلامیه کاږي: ''زموږ ټوله هڅه د ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ورورګلویزې فضا پر رامنځته کولو متمرکزه ده''.

ارګ وايي، د حکومت ددې پرېکړې په رڼا کې یې دریځ دا دی چې ''د یمن د ولسواکۍ پر اصل او د قانوني نظام پر مشروعیت باور لري او د هغه له قانوني حکومته ملاتړ کوي''.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې لیکل شوي، دا چې افغانستان د جګړې له ناخوالو تر ټولو ډېر ځورېدلی، ''په سوله ییز ډول د دغه بحران د حل پلوي دی او له ټولو اسلامي هېوادونو او د هغوی له مشرانو غواړي چې د اسلامي کنفرانس د سازمان او د ملګرو ملتونو د سازمان په همکارۍ په دې لاره کې هڅې وکړي''.

شیعه حوثي یاغیانو مخکې د یمن پلازمېنه صنعاء او ځینې نورې سیمې نیولې دي.

دغې دلې د یمن قانوني حکومت لغوه کړ او پرځای یې خپله شورا وټاکله، ولسمشر عبد ربه منصور هادي په تېره جنورۍ کې د حوثیانو د بغاوت تر سختېدا وروسته له خپلې دندې استعفا کولو ته اړ شو، او یوه میاشت وروسته له پلازمېنې صنعاء نه سوېلي سمندرغاړي عدن ښار ته ولاړ.

کله چې حوثیانو عدن ته نژدې هوايي اډه ونیوه، ولسمشر هادي د سعودي ریاض ته وتښتېد.

د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد بمبارۍ پیل شوې دي، چې ایران دا ګام خطرناک بللی دی.

سعودي وايي، د حوثیانو د پوځي توان تر ختمولو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف کې متحده عربي امارات، بحرین، کویت، قطر، اردن، المغرب او سودان غړي دي.

په پام کې ده، چې له دغه ایتلاف سره مصر، سودان، پاکستان او اردن هم د حوثي یاغیانو پرضد بریدونو کې برخه واخلي.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، ددغه ایتلاف لوژستیکي او استخباراتي ملاتړ به وکړي.

حوثي مشرانو خبرداری ورکړی، دا ډول ایتلاف جوړول په سیمه کې د جګړې د لمنې د پراخولو په معنا دي.

د انځور حقوق AP
Image caption پر حوثي یاغیانو د ایران د ملاتړ تور پورې کېږي

رپوټونه وايي، عربستان په دغو عملیاتو کې له ۱۰۰ جنګي الوتکو ګټه اخلي.

حوثیان څوک دي؟

  • حوثیان د یوې یاغي ډلې چې د انصارالله په نامه یادېږي،غړي دي، چې د شیعه ګانو د زیدي فرقې پورې تړلي دي. زیدیان د هېواد د نفوس یو په دریمه برخه جوړوي.دغې فرقې تر ۱۹۶۲کاله پورې تقریباً ۱۰۰۰ کاله د یمن په شمال کې د امامت په نامه یو نظام درلود او واکمنې درلوده.
  • حوثیانو خپل نوم له حسین بدرالدین الحوثي نه اخیستی دی. هغه په ۲۰۰۴ کې د لومړي ځل لپاره ددغې ډلې د پاڅون مشري کوله اوغوښتل ېې چې د سعده په ولایت کې د هغوی لپاره پراخه خودمختارۍ یا کورواکي ترلاسه کړي. هدف يې دا و چې د زیدیانو مذهب او کلتوري دودونه، ددوی په فکر، د سني اسلامپالو د تېري له خطره، وساتي.
  • په ۲۰۰۴ کې د یمني پوځیانوله خوا د حسین بدرالدین الحوثي د وژل کېدو نه وروسته، د هغه د کورنۍ غړو د خپل قوم مشرتوب په غاړه واخیسته او پنځه نوربغاوتونه يې وکړل، ترهغو چې په ۲۰۱۰ کې له حکومت سره د یو اوربند تړون لاسلیک شو.
  • په ۲۰۱۱ کې، حوثیانو د هغه وخت جمهور ریسس عبدالله صالح پرضد اعتراضونو کې برخه واخیسته او د واک له تشې نه په ګټې اخیستو يې د سعده او آرمان ولایتونو کې نورې سیمې هم ونیولې.
  • خو په پای کې هغوی د ملي خبرو اترو په کنفرانس کې ګډون وکړ، چې په پایله کې یې جمهور رییس هادي د ۲۰۰۴ په فبرورۍ کې اعلان وکړ چې یمن کې به د شپږو سیمو یوفدریشن جوړ شي.
  • خو حوثیانو ددې پلان سره مخالفت وکړ، او وې ویل چې دا پلان به دوی کمزوري کړي.

ورته مطالب