د فرخندې د وژنې حقیقت په اړه راپور ولسمشر ته سپارل شوی

د انځور حقوق AP
Image caption کابو يوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لويې څارنوالۍ وويل چې د فرخندې د وژلو په تور د کورنيو چارو وزارت د ۱۹ کارکوونکو په ګډون د ۴۶ تورنو دوسيې ورسپارل شوي دي.

د فرخندې د وژنې حقيقت موندونکي کمېسيون د خپلو موندنو راپور ولسمشر اشرف غني ته استولی دی.

کمېسيون وايي د دوی موندنې ښيي چې فرخنده بېګناه وه او په ژغورلو کې يې پوليسو له خپلو صلاحيتونو کار نه دی اخيستی.

له هغه نژدې دوه اوورنۍ وروسته چې ۲۷ کلنه پېغله فرخنده په پلازمېنه کابل کې يوه ډله قهرېدلو خلکو په دې تور چې ګواکې قران ته يې اور اچولی، ووژله، اوس د دې د وژنې په تړاو د حقيقت موندنې جوړ شوی کمېسيون وايي دا بېګناه وه.

دغه کمېسيون چې د ولسمشر فرمان يې کابو يوه اوونۍ وړاندې خپل کار پيل کړ نن يې د خپلو موندنو راپور ولسمشر ته وسپاره.

د دغه کمېسيون يوه غړې شينکۍ کړوخېل وايي د راپور موندنې ښيي، چې فرخنده بېګناه وه او د دې په ژغورلو کې پوليسو ناغيړې کړې ده.

بل خوا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيالې په ګډون يې د هغو کسانو دوسيه څارنوالۍ ته استولې چې په ټولنيزو شبکو کې يې د پېښې په لومړي سر کې د دې د وژنې ملاتړ کړی.

د دغو کسانو ډېرو يې پر فيسبوک د خپلې کړې تبصرې په اړه بښنه غوښتې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کورنيو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيالې په ګډون يې د فرخندې د وژنې د ملاتړ کوونکو دوسيه لويې څارنوالۍ ته استولې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په دې اړه يې هېڅ دوسيه لويې څارنوالۍ ته نه ده استولې، خو د افغانستان لويې څارنوالۍ زموږ له بيا بيا هڅو سره په دې اړه څه و نه ويل.

کابو يوه اوونۍ وړاندې د افغانستان لويې څارنوالۍ وويل چې د فرخندې د وژلو په تور د کورنيو چارو وزارت د ۱۹ کارکوونکو په ګډون د ۴۶ تورنو دوسيې ورسپارل شوي دي.

لويه څارنوالي وايي د دغو کسانو د دوسيې څېړل پيل شوي او د فرخندې دوسيه د دوی د کار په لومړيتوبونو کې ده.

ورته مطالب