خوست کې ځانمرګي برید ۱۸ کسان وژلي

د افغانستان سوېل ختیځ خوست ولایت کې د والي کور ته نژدې ځانمرګی برید شوی، چې د خوست د سرپرست والي د ویاند مبارز محمد ځدراڼ په وینا، لږترلږه ۱۸ کسان پکې وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

په خوست ولایت کې زموږ همکار الیاس وحدت بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د ځدراڼ په وینا، په وژل شویو کې د خوست یو قومي مشر خان زمان صبری، یو ښونکی او د تېرو ولایتي شوراګانو دوه نوماندان هم دي.

د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي له خوا په یوه اعلامیه کې دا برید د هېواد د دښمنانو کار ګڼل شوی، خو په نېغه یې چا ته د پړې ګوته نه ده نیولې.

د سرپرست والي ویاند ښاغلي مبارز د خوست امنیتي سرچینې له قوله بي بي سي ته وویل، ځانوژونکی پلی روان و، چې د عامې روغتیا ودانۍ مخې او د والي کور ته څېرمه یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

د خوست امنیتي سرچینې وايي، برید لاریون کوونکو ته نژدې شوی دی.

چاودنه نن ګهیځ شاوخوا لس بجې داسې مهال وشوه، چې نن 'پنجشنبې' هلته د سرپرست والي پرضد د لاریون لپاره چمتووالی نیول کېده.

نوموړی وايي، په ټپیانو کې د ولسي جرګې غړی او د دفاعي کمیسیون مشر همایون همایون هم دی.

له تېرو نژدې دوو اونیو راهیسې د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي پرضد ځینې اعتراضونه دوام لري.

خوست والي دا مهال کابل کې دی.

د خوست روغتون چارواکي وايي، تر اوسه دوی ته ۳۵ ټپیان وروړل شوي دي.

د خوست امنیه قومندان ویلي، شاید ځانمرګی برید شوی وي، خو دوی یې په اړه پلټنه کوي.

د والي کور ته نژدې اعتراض کوونکو کېږدۍ وهلې او والي په فساد تورنوي، خو وايي له دې ولایت دې ګوښه کړای شي.

خوست د افغانستان په سوېل ختیځ کې له نسبتاً نا امنه ولایتونو ګڼل کېږي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند پر ټویټر پاڼه لیکلي، د خوست چاودنه کې د دوی هېڅ لاس نه و.

یوه اونۍ وړاندې، د خوست ولایت ختیځ لوري ته د علیشیرو ولسوالۍ اړوند ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ببرک تاڼې په سیمه کې د توغندیو د لګېدو له کبله لږترلږه درې مېرمنې او دوه ماشومان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

ورته مطالب