لوګر کې د سرک غاړې بمي چاودنې ۷ ولسي وګړي وژلي

Image caption لوګر هغه ناامنه ولایت دی چې د پلازمېنې کابل سویل خوا ته پروت دی

لوګر ولایت کې چارواکو ویلي، په برکي برک ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د دوو کورنیو ۷ غړي وژلي دي. د لوګر ولایت ویاند دین محمد درویش بي بي سي ته وویل، نن غرمه مهاله بره کی برک ښار ته نژدې سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي بم پر هغه موټر وچاودید چې د دغو دوو کورنیو کسان پکې وو.

د ښاغلي درویش په وینا د دغې پېښې قربانیان ۴ ماشومان، یوه مېرمنه او دوه نارینه دي.

نوموړي وويل، دغو کسانو د برکي برک په بازار کې سودا اخیستې وه او خپلو کورنو ته روان وو چې په دغه پېښه کې ووژل شول.

د نوموړي په وینا، تر دې دمه دا روښانه نه ده چې دغه ماین چا ایښی و.

تر دې دمه هېڅ کومې ډلې د دغې چاودنې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

لوګر هغه ناامنه ولایت دی چې د پلازمېنې کابل سویل خوا ته پروت دی.

لوګر ته نژدې خوست ولایت کې پرون په یوه خونړۍ چاودنه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۶۴ پکې ټپیان وو.

دغه چاودنه هغه مهال را منځته شوه چې د دغه ولایت سرپرست والي عبدالجبار نعیمي پر خلاف لاریون ترسره کېده.

چاودنه د ښاغلي نعیمي کور ته نژدې شوې وه او د چاودنې پر مهال ښاغلی نعیمي په کابل کې و.

ورته مطالب