"په ځينو ولايتو کې د کانکور ازموينې ستونزې لرلې"

د انځور حقوق GETTY

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت منلې چې په یو شمیر ولایتونو کې د کانکور سږنیو آزموینو ستونزې لرلې.

سرپرست وزیر محمد عثمان بابري د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل، "هغه ډول چې د لوړو زده کړو وزارت غوښتل د کانکور ازموینه ترسره شي نه دي ترسره شوې"، خو په خبره يې د نورو کلونو په پرتله قانع کوونکې وه.

په کانکور کې یو شمیر ولایتونو ته ډیره برخه نه ورکول، په لوړو نمرو د زده کوونکو بې پایلې اعلانېدل او په یو شمیر ولایتونو کې د کانکور د آزموینې پر مهال درغلي هغه ستونزې دي چې د لوړو زدکړو وزارت سرپرست یې د ځوابولو لپاره ولسي جرګې ته ورغوښتی و.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی محمد اکبر ستانکزی وايي ډیری زده کوونکي شکایت کوي چې د لوړو نومرو په اخیستلو سره بې پايلې او يا هم نیمه لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست محمد عثمان بابري دا منلې چې په یو شمیر ولایتونو کې د کانکور ازموینې په اړه ستونزې ډیرې وې، خو نوموړی وایي د کانکور په تېره ازموينه کې سيمه ييزو چارواکو له دوى سره اړينه مرسته نه ده کړې.

ده ادعا وکړه چې يو شمېر زورواکو د ازموينې پر مهال د نظم خرابولو تر څنګ ځينې استادان هم ګواښلي دي.

ښاغلي بابري زياته کړه چې ګرځنده ټيلېفونونو د کانکور په ازموينه کې ډېرې زياتې ستونزې پيدا کړې وې.

نوموړی وایي هغه ډول چې لوړو زده کړو وزارت غوښتل د کانکور ازموينه ترسره شي ویې نه کړای شول، خو په ټوليزه توګه آزموینه قانع کوونکې وه.

د ولسي جرګې غړو د دغو ستونزو ترڅنګ د لوړو زده کړو له وزارته وغوښتل چې له یوه ولایته بل ولایت ته د ښځینو زده کوونکو تبدیليو ته پاملرنه وکړي او په هغو ولایتونو کې چې نجونو ته د زده کړو اسانتیاوې ډیرې وي تبدیلې دې شي.

د کانکور په سږنۍ آزموینه کې ۲۱۹ زره کسانو ګډون کړی وو چې شاوخوا ۵۶ زره تنو ترې لوړو زده کړو ته لار موندلې ده.