د افغانستان دولت د ایران اتومي هوکړې هرکلی کړی

د افغانستان دولت د ایران او یو جمع پنځو سترو هېوادونو ترمنځ د اتومي پروګرام په اړه د شوې هوکړې هرکلی کړی دی.

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ایران د اسلامي جمهوریت او د ۵ + ۱ هېوادونو ترمنځ د اټومي مسئلې د حل لپاره د یو چوکاټ د رامنځته کېدو په موخه د شوې موافقې هرکلی کوي".

په ویناپاڼه کې همداراز راغلي: "د افغانستان دولت دغه توافق د افغانستان او نړۍ د هېوادونو په ګټه بولي او ملاتړ یې کوي".

د ایران اتومي هوکړه: هغه نتیجه چې وخت رانیسي

ایران د روان وري پر ۱۳، له یو جمع پنځو سترو هېوادونو (امریکا، چین، روسیې، فرانسې، جرمني او بریتانیا) سره د اتومي پروګرام د وروستۍ هوکړې د چوکاټ په اړه یوې هوکړې ته ورسېدل.

ارګ وايي "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دغه توافق د افغانستان، سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه بولي او له هغه ملاتړ کوي".

دا هوکړه تر اوږدو خبرو وروسته د سویټزرلینډ په لوزان ښار کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ایران او د نړۍ د شپږو سترو هېوادونو ترمنځ وشوه.

ددغې هوکړې پربنسټ به ایران د یورانیمو د بډایه کولو کچه کموي، چې مقابل کې به په تدریجي ډول پر ایران نړیوال بندیزونه لیرې کېږي.

د انځور حقوق AFP

ایران او د نړۍ قدرت لرونکي هېوادونه به د راتلونکې جون میاشتې تر پایه د اتومي پروګرام په اړه یوه جامع هوکړه چمتو کړي.

سپینې ماڼۍ د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له قوله ویلي، هېواد یې باوري دی چې د راتلونکي جون تر میاشتې پورې به له ایران سره ددغه هېواد د اتومي پروګرام پرسر وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، تر هغو چې مقابل لوری دغې هوکې ته ژمن پاتې شي، هېواد به یې د شوې هوکړې پربنسټ پر خپلو ژمنو ولاړ وي. بل خوا، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره په تیلیفوني خبرو کې ددغې پرېکړې هرکلی کړی، چې په وینا یې دا هوکړه د چین او امریکا ترمنځ اړیکي پیاوړې کولی شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ایرانیان په سړکونو په لمانځنې بوخت دي خو د اتومي هوکړې د جزییاتو لیکل لا څو نورې اونۍ وخت هم غواړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:"چین او امریکا، چې د اتومي وسلو د نه خپراوي د لوی مسؤولیت ضمانت کوي، د خبرو پرمهال له یو بل سره ټینګې اړیکې لرلې".

چین له ایران سره هوکړه د ګردۍ نړۍ په ګټه بللې ده.

ورته مطالب