خوست کې د وژل شوو درناوي کې درې ورځې وير اعلان شوی

Image caption زرګونو خوست مېشتو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د خوست ښار هټیوالو او سوداګرو د پرېکړې له مخې نن ټول ښار تړلی و.

د افغانستان سوېل ختیځ خوست ولایت کې د ځانمرګي بريد په پايله کې د وژل شویو شلو تنو ډله ییزه فاتحه واخیستل شوه او دوی ته د درناوي په خاطر په خوست کې درې ورځې ویر اعلان شو.

زرګونو خوست مېشتو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د خوست ښار هټیوالو او سوداګرو د پرېکړې له مخې نن ټول ښار تړلی و.

خوست کې زموږ خبریال الیاس وحدت وايي، د صنفي اتحاديې له لارښوونې سره سم به تر درو ورځو په ښار کې پر دوکانونو د وېر د څرګندولو په موخه تور ټوکرونه ځوړنډ وي.

په ویر کې د ګډون په موخه ځینې ځايي رسنيو د سندرو خپرول ځنډولي دي، خپرونې یې روانې دي، خو د قرآن کریم تلاوت، دیني وعظونه او نعتونه خپروي.

د یادې اتحادیې چارواکو په یوه خبري غونډه کې وویل، د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره یې د مرستو د راغونډولو په موخه یو بانکي حساب پرانستی، چې په هېواد کې دننه او له هېواده د باندې خلک به پکې ونډه واخلي.

د بانکي حساب ترڅنګ، په ښار او کلیو کې کې هم له خلکو نېغ په نېغه د مرستو د راټولو غوښتنه شوې.

د هېواد ګډه غمیزه

Image caption زرګونو خوست مېشتو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د خوست ښار هټیوالو او سوداګرو د پرېکړې له مخې نن ټول ښار تړلی و.
Image caption د صنفي اتحاديې له لارښوونې سره سم به تر درو ورځو په ښار کې پر دوکانونو د وېر د څرګندولو په موخه تور ټوکرونه ځوړنډ وي.

د صنفي اتحادیې یو تن غړی او سوداګر حاجي محمد امین ځدران وايي، نه یوازې خوستیان بلکې

ټول هېوادوال په دې غميزه کې ځانونه شريک کړي او له زيانمنو شويو کورنيو سره د خپل توان په اندازه مرسته وکړي.

بل لوري ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابل نه د ستونزې د حل په موخه د دویم ځل لپاره پلاوی خوست رالېږلی دی.

پلاوی د لانجې د غوڅولو لپاره له ښکېلو اړخونو سره پر يوه طرحه کار کوي او بيا يې ولسمشر ته د ګام اخیستو لپاره وړاندې کوي.

په دې پلاوي کې د خوست او پکتیا یوشمېر نفوذ لرونکي کسان شامل دي.

د سرحدونو او قبايلو چارو پخوانی وزیر ډاکټر اکرم خپلواک، د زابل پخوانی والي انجنير دلبرجان ارمان، د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر، قومي مشر علي احمد خان خوستی او داسې نور شامل دي.

Image caption د ملي امنیت د خبرپاڼې پربنسټ د خوست برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۶۳ تنه ټپیان دي.

درې ورځې وړاندې په خوست ښار کې یوشمېر کسانو د سرپرست والي پر ضد لاریون کاوه، چې په منځ کې یې ځانمرکی برید وشو، شل کسان یې ووژل او تر شپېتو ډیر یې ټپیان کړل.

په وژل شویو کې قومي مشران او په ټپیانو کې د ولسي جرګې یو غړی همایون همایون هم شامل وو.

ددغه برید پړه تر اوسه چا نه ده منلې. طالبانو ویلي وو، چې ددغه برید تر شا ددوی لاس نه شته.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوه تازه ویناپاڼه کې ویلي، د خوست برید د حقاني شبکې له خوا ترسره شوی دی.

ورته مطالب