د کابل شمال کې سړک غاړې چاودنې شپږ کسان وژلي

د انځور حقوق .

د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې څلور پولیس او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چاودنه قره باغ ولسوالۍ کې د پولیسو د ګزمې پرمهال شوې ده.

وسله والو طالبانو ددغه برید پړه منلې ده.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو ویاند پر ټویټر پاڼه لیکلي، چې شپږ واړه وژل شوي پولیس دي.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "ترهګرو او اورپکو له امنیتي ځواکونو، په تېره بیا پولیسو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، د خپلې ماتې د جبیره کولو لپاره ځانمرګي بریدونه کوي او د سړک غاړې ماینونه خښوي، چې ډېر کله د ولسي وګړو د مرګژوبلې لامل ګرځي".

د ملګرو ملتونو د روان کال په یوه راپور کې ویل شوي وو، په تېر ۲۰۱۴ کال کې د دولت د مخالفو وسله والو له لوري د لاسي جوړو شویو بمونو په چاودنو کې لږترلږه ۹۲۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰۵۳ نور ټپیان شوي دي.