حکمتیار: یمن ته د سعودي د دفاع لپاره جنګیالیو استولو ته چمتو یو

د انځور حقوق Reuters
Image caption په يمن کې حوثي وسله والو د حکومت پر ضد پاڅون کړى او د پلازمینې صنعاء په ګډون یې شپږ ښارونه نيولي دي.

د ګلب الدین حکمتيار په مشرۍ د افغانستان اسلامي حزب وايي دوی چمتو دي له سعودي عربستان څخه د دفاع په موخه يمن ته خپل سلګونه وسله وال واستوي، خو وايي دا لا روښانه نه ده چې دغه وسله وال به له کومې لارې او په څه ډول د جګړې ډګر ته استول کېږي.

په يمن کې حوثي وسله والو د حکومت پر ضد پاڅون کړى او د پلازمینې صنعاء په ګډون یې شپږ ښارونه نيولي دي.

ایران ته د پړې ګوته نیول

کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې لیکي، د ګلب الدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان اسلامي حزب داسې مهال د یمن په روانه جګړه کې خپله ښکېلتیا په ډاګه کوي چې ترې وړاندې افغان حکومت هم په دغې جګړه کې د سعودی عربستان پلوی کړی، خو د اسلامي حزب ویاند هارون زرغون په دغې جګړه کې نیغ په نیغه ایران ته ګوته نیسي او وايي چې هغه هیواد نه یوازې په یمن بلکې ده په خبره د افغانستان، عراق سوریې او لبنان کې هم مذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهي.

تېره ورځ ددغه حزب له اړخه په خپره شوې خبرپاڼه کې هم له سعودي عربستانه د ملاتړ او د ایران پر ضد جګړې ته د سلګونو وسله والو د استولو خبره شوې وه ، خو کله مې چې سیمې ته د دغو وسله والو د لیږلو په اړه له ښاغلي زرغونه پوښتنه وکړه.

هغه وايي چې لا هم په دې اړه د دوی د ځواکونو د استولو لپاره کوم هیواد د مرستې ټټر نه دی وهلی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي ، سني عربانو ته تر ټولو ستر ګواښونه د ایران له نفوذ د ډېرېدو څخه نه، بلکې د هغه په ټکو ددغو هیوادونو په کور د ننه راټوکیدلي ګواښونه دي چې دده په خبره اصلي لامل یې د ځوانانو وزګارتیا او پر ځینو ولسونو د حکومت د سیاسي تېري له کبله رامنځ ته شوي دي.

اوباما دا هم ویلي په خلیجي عربي هیوادونو کې امریکا له خپلو ملګرو سره ژمنه کوي چې د دوی د بهرنیو دښمنانو پرضد به تل د دوی ملا وتړي، نوموړي ټینګار کړی چې له خپلو خلیجي ملګرو سره د دفاعي وړتیا لوړولو موضوع هم څېړي، او ډاډ یې ورکړي چې امریکا پر دوی د هر بهرني برید پر وړاندې له دوی سره اوږه – په اوږه ولاړه ده.

سعودي عربستان په یمن کې د حوثي وسله والو پر ضد د لسو هېوادونو په ملاتړ او مرستې پر دغه هېواد هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د افغانستان حکومت هم د يمن پر موضوع د سعودي له دريځه ملاتړ اعلان کړى دى.

ورته مطالب