د کابل لاریون: ایران دې عربي نړۍ کې د افغانانو له جنګولو لاس واخلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ملي مشارکت له لوري رابلل شوی دغه لاریون کې تر ډېره هغوی مالومېده چې د کورنیو غړو يي له ایراني کړنو زیان لیدلی وی.

کابل کې لسګونو کسانو په ایران کې د افغانانو د اعدامونو، د تهران له لوري له افغان اتباعو په نورو هېوادونو کې د جنګیالیو په توګه د کارونې پرخلاف لاریون وکړ.

لاریونیانو د افغان حکومت له ملي امنیته وغوښتل چې د خپلو وګړو هغه شمېر او مالومات دې ولس ته په ډاګه کړي چې د ایران له لوري په عراق یمن او سوریه کې جګړو ته لېږل کېږي.

په کابل کې د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي وايي په دې وروستیو کې د ایران په وړاندې دا ډول غبرګونونه ډېر شوي.

د ملي مشارکت له لوري رابلل شوی دغه لاریون کې تر ډېره هغوی مالومېده چې د کورنیو غړو يي له ایراني کړنو زیان لیدلی وی.

دوی له ځانه سره هغه لوحې هم لېږدولې چې پرې لیکل شوي و (ایران د نړۍ وژونکی هېواد دی) او (ایران زهر پاشونکی هېواد دی).

د نني لاریون یوه پلمه هم د هغو شپږو افغانان چې تازه اعدام شوي، خبره وه. دوی په یوه پرېکړه لیک کې ویلي ۲۷۱ نور افغانان هم په دغه هیواد کې د اعدام رسۍ ته شېبې شمېري.

د ۵۰۰ ډالرو بدل کې جګړه

له لاریونیانو د تهران له لوري په عراق سوريې او یمن کې له افغانانو د ناوړه ګټې اخیستنې خبره هم کوله او دعوه ګیر و چې ګواکې د پنځه سوه امریکايي ډالرو په بدل کې افغانان دغو هیوادونو ته د جګړې لپاره هڅول کېږي.

د دوی له خولې ده چې تر اوسه ۳۵۰ افغانان دغلته وژل شوي چې هم هلته يې جسدونه پرېښودل شوي په داسې حال کې چې د وژل شویو ایراني وګړو مړي خپل هېواد ته وړل کیږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له لاریونیانو د تهران له لوري په عراق سوريې او یمن کې له افغانانو د ناوړه ګټې اخیستنې خبره هم کوله او دعوه ګیر و چې ګواکې د پنځه سوه امریکايي ډالرو په بدل کې افغانان دغو هیوادونو ته د جګړې لپاره هڅول کېږي.

لاریون کونکو له افغان حکومت وغوښتل چې په یادو هېوادونو کې دې د ایران له لوري د کارېدونکو افغان جګړه مارو د شمېر او مالوماتو په اړه ولس ته سپیناوی ورکړي.

د لاریون په پرېکړه لیک کې د افغان دولت هغه دریځ هم وستایل شو چې د حوثي یاغیانو پر وړاندې د سعودي د حکومت ملاتړ پکې شوی.

پر همدې مهال، د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم په یوه وینا پاڼه کې ایران تورن کړی چې ګواکې په سیمه او افغانستان کې د جګړو اور ته لمن وهي.

حکمتیار د سعودي له حکومت سره د خپلې مرستې ډاډ هم څرګند کړی که څه هم دغه ډله په خپله لا په افغانستان کې د جګړې یوه اړخ دی خو ښايي دغه ننګه به يي د تبلیغاتي جګړې یوه څنډه وي.

د انځور حقوق BBC World Service

ورته مطالب