ننګرهار کې افغان پوځي پر امریکایانو ډزې کړې

د انځور حقوق AP

د ملي پوځ یوه سرتېري په ننګرهار کې پر امریکایانو ډزې کړې. د ننګرهار د امنیې قوماندان، فضل احمد شیرزاد وايي په ځوابي ډزو کې د ملي پوځ برید کوونکی سرتیری وژل شوی او دوه افسران یې ټپیان دي.

پېښه نن غرمه مهال د ننګرهار په ولایتي ودانۍ کې شوې ده.

امریکايي ځواکونه نن د ننګرهار د ولایتي ادارې هغه غونډې ته ورغلي وو چې د ختیزو ولایتونو پر والیانو سربېره په کې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر هم ګډون درلود.

چارواکي وايي د ملي پوځ برید کوونکی سرتېری په هغه ځانګړي ځواک کې دی چې له امریکايي ځواکونو سره د جلال اباد له هوايي ډګره ورسره راغلی و.

اې پي خبري آژانس وايي، د افغان سرتېري په ډزو د ناټو یو سرتېری وژل شوی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت یوې ویاندې مونیکا کمینګز ویلي: "پېښه جلال اباد کې له والي سره د جګپوړو امریکايانو تر ناستې وروسته شوې ده".

ناټو هم منلې ده، چې د جلال اباد نننۍ پېښه کې یې یو کس وژل شوی دی.

د افغان پوځ د سرتېري دډزو انګیزه تر دې دمه نه ده جوته، وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د زبیر صدیقي په نوم یو تن چې ځان د اسلامي ګوند ویاند بولي ادعا کوي چې برید کوونکي ورسره اړیکه لرله.

دا په روان کال کې د خپل ډول دویمه پېښه ده. په تېره جنورۍ کې هم یوه افغان سرتېري درې امریکايي قراردادیان په ډزو ووژل.