د بښنې نړیوال سازمان: افغان مېرمنې له کوره بهر خوندي نه دي

د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې وايي هغه افغان مېرمنې چې له کوره بهر کارونه کوي د سر له ویرې سره مخامخ دي.

دغه سازمان له ځینو ښځینه فعالانو سره په کړو مرکو کې دې پایلې ته رسېدلی چې د دولت مخالفې وسله والې ډلې د ښځو کار او ژوند ته یوازینی ګواښ نه دی په حکومت کې د ننه داسې کړۍ هم شته چې د ښځو ژوند يي تریخ کړی جنسي او ځاني ځورونې يي څرګندې بېلګې دي.

سید عبدالله نظامي پرې له کابله رپوټ لري.

حکومت نه خو د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي پرمخنیوی کې پوره پام لري په حکومتي چوکاټ کې دننه هم د میرمنو کاري ژوند له جنسي تر ځاني زیانه خوندي نه دی.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې دغه څه ډاګیز کړي او وايي هغه مېرمنې چې له کور بهر کار کوي د وسله والو ډلو ګواښ ورته یوازنۍ ننګونه نه ده.

په کابل کې دغه سازمان خبریالانو ته د رپوټ اورولو پرمهال وویل، ایله یو په سلو کې ښځې د افغان پولیسو برخه ده او په ټوله کې د حکومت بې پروايي د ښځو کړاو ډېر کړی.

د بښنې نړیوال سازمان غړې حوریه مصدق وايي په عدلي او قضايي ادارو کې نا انډوله چلند او د ښځینه کارکونکو ژوندته پیښو ګواښونو له دوی سره ویره ډېره کړې:

''یو منل شوی نورم دی هغه ښځه چې له کوره ووځي باید برید پرې وشي او د قضیو نه پلټنې دا باور رامنځ ته کړی چې حکومت او پولیس د دوی د خوندیتوب لپاره کار نه کوي نو بل څوک خو نشته له بده مرغه ښځې هم دغه ډول یو فکر کوي ځکه بله لار نه لري''.

خو ګڼو ادارو په تیرو څو کلونو کې د ښځو د حقونو د دفاع په نوم وخت تېر کړی، حکومت هم دعوه ګیر دی چې ګواکې د ښځو لپاره يې د کار زده کړو او نورو حقونو لارې چارې برابرې کړې خو څه چې نیوکه پرې کېږي دا ده چې دغه هرڅه یوازې د کاغذ پر مخ دي.

Image caption په پام کې وه، چې د افغان ښځینه پولیسو شمېر پنځو زرو ته ورسېږي، خو ښکاري چې دولت خپلې دې موخې ته په رسېدو کې پاتې راغلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان له سلګونو ښځو سره په کړو مرکو کې تاوتریخوالي پنځو داسې پیښې موندلي چې ټکان ورکونکي دي په دې کې ایله یوې ته يي حکومت لاسرسی کړی.

ددغه سازمان استازو د رپوټ له خپرېدو وړاندې له افغان ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم خپلې اندېښنې شریکې کړې.