بدخشان کې طالبانو او ملي اردو خونړۍ جګړه کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption بدخشان کې د دې نښتې په اړه سیمه ییز چارواکي ضد او نقیض څرګندونې کوي.

د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې د ملي اردو لږترلږه اته سرتېري وژل شوي.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار بي بي سي ته وویل، طالبانو پر جرم ولسوالۍ برید وکړ، چې په جګړه کې د برید کوونکو ۱۸ کسان وژل شوي:

''په برید کې د دښمن ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. زموږ اته امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او لس نور ټپیان دي، خو تر اوسه دقیق معلومات نه لرو، هلته مو ځانګړي ځواکونه استولي دي. جګړه روانه ده''.

خو بدخشان کې د افغان پوځ یوه قومندان محمد نادر بي بي سي ته وویل، لومړۍ شمېرې ښيي په نښته کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ښاغلي نادر وویل، تېره ورځ وسله والو طالبانو په دې ولایت کې پر ملي پوځ برید وکړ.

بدخشان کې د دې نښتې په اړه سیمه ییز چارواکي ضد او نقیض څرګندونې کوي.

د بدخشان د ولایتي شورا مشر عبدالله ناجي وايي، په نښته کې تر شلو ډېر افغان سرتېري وژل شوي. دی وايي، د زیاترو پوځيانو سرونه غوڅ شوي.

د بدخشان د پولیسو یوې سرچینې هم د ملي اردو د ۲۱ پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

طالبانو ادعا کړې، چې په دې برید کې یې ۴۹ ملي اردو او پولیس وژلي دي.

خو محمد نادر د طالبانو ادعا ردوي او وايي د پولیسو چارواکي او د ولایتي شورا مشران په دې اړه معلومات نه لري.

ښاغلي نادر دا هم ویلي، له طالبانو سره په جګړه کې ۲۷ طالبان وژل شوي، چې په وینا یې د "عمر العثمان" په نامه د طالبانو یو تاجکستانی قومندان هم دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption جګړه تېره ورځ پیل شوې ده
د انځور حقوق EPA

بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې له ګاونډي تاجکستان سره او چین سره ګډه پوله لري، چې ډېری سیمې یې غرنۍ او کلیوالې دي.

ددغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې وسله والو خپل فعالیتونه پراخه کړي چې ډېر کله د بدخشان په بېلابېلو سیمو بریدونه کوي.

ورته مطالب