افغان ماشومان؛ د سړک له غاړې تر نړیوالې سیالۍ

Image caption کابل کې د آشیانې د مرکز یو چارواکی انجنیر یوسف وايي، د سړک غاړې ماشومانو د روزنې او ملاتړ په برخه کې یې یوه لسیزه فعالیت کړی، خو لاهم له دغو ماشومانو سره د خلکو کړه وړه نه دي سم شوي.

نن د "سړک غاړې ماشومانو" نړیواله ورځ ده. افغانستان کې شاوخوا ۱،۶ میلیون سړک غاړې ماشومان دي، چې ډېری یې د کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.

د چارواکو په وینا، له شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ زرو د سړک غاړې ماشومان د پلازمېنې کابل د سړکونو پر څنډو ژوند کوي.

د وري/حمل ۲۳مه، ملګرو ملتونو د سړک غاړې ماشومانو د نړیوالوې ورځې په توګه اعلان کړې ده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق د تعریف پربنسټ، له ۱۸ کلنې د ټیټ عمر ماشومان بې سرپرسته ګرځي، چې د "سړک غاړې ماشومانو" په نامه یادېږي.

په افغانستان کې که څه هم تر اوسه د سړک غاړې د ماشومانو کره شمېره نه ده په ډاګه شوې، خو د کابل او نورو ښارونو پر سړکونو هر ځای ماشومان لیدل کېږي، چې د سړي د بوټونو رنګولو لپاره لېواله وي، ژاولې خرڅوي، سپېلنی لوګی کوي، موټر وینځي او دې ته ورته لسګونه نور کارونه کوي.

د اړوندو چارواکو او بنسټونو په وینا، خلک د سړک غاړې ماشومانو په اړه دقیق معلومات نه لري، همداده چې له دوی سره د ټولنې کړه وړه له سپکاوي ډک وي.

'غواړم ښوونکې شم'

Image caption شبانه هغه نجلۍ ده، چې د کابل ښار پر سړکونو به یې پلاستیکي کڅوړې پلورلې. دا وايي: ''له خلکو غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي چې وکړای شو خپلو هیلو ته ورسېږو''.

شبانه هغه نجلۍ ده، چې د کابل ښار پر سړکونو به یې پلاستیکي کڅوړې پلورلې. دا وايي: ''له خلکو غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي چې وکړای شو خپلو هیلو ته ورسېږو''.

هغه له ګهیځه تر غرمې پورې درس وايي، ماسپښین د ښار په منځ کې پلاستیکونه خرڅوي، خو وايي هیله یې دا ده چې په راتلونکي کې ښوونکې شي، او آشیانې د ښوونکو په څېر د سړک غاړې ماشومانو ته سبق ووايي.

کابل کې د آشیانې د مرکز یو چارواکی انجنیر یوسف وايي، د سړک غاړې ماشومانو د روزنې او ملاتړ په برخه کې یې یوه لسیزه فعالیت کړی، خو لاهم له دغو ماشومانو سره د خلکو کړه وړه نه دي سم شوي.

دا چې په افغانستان کې څومره د سړک غاړې ماشومان شته، په اړه یې چارواکي هم له څه ویلو په څنګ تېرېږي، خو د ۱،۶ میلیون شاوخوا اټکل یې شوی.

له دغې شمېرې له ۶۰ تر ۷۰ زرو یې کابل کې اوسېږي.

Image caption ویس له همدې ډلې یو ماشوم دی، چې د کابل له سړکونو یې د روغتیا نړیوال سازمان د نقاشۍ په یوه سیالۍ کې ګډون کړی او لومړی مقام یې ګټلی دی
Image caption د ویس د نقاشۍ یوه بېلګه

د سړک غاړې ماشومان نه یوازې په لاسونو کې په ګرځېدو ګرځېدو څیزونه پلوري، بلکې ځینې یې د کابل له سړکونو تر نړیوال شهرت پورې هم رسېدلي دي.

ویس له همدې ډلې یو ماشوم دی، چې د کابل له سړکونو یې د روغتیا نړیوال سازمان د نقاشۍ په یوه سیالۍ کې ګډون کړی او لومړی مقام یې ګټلی دی:

"لومړی ځل ما په بازار کې کار کاوه، بیا یې موږ دلته راوستو او تر شپږم ټولګي مې درس ووایه. اوس هم په ښوونځي کې یم، څه موده دلته وم چې یوه ښځه راغله او پروګرام یې راته تشریح کړ او راته یې وویل چې د روغتیا یوه نړیواله سیالي ده ما هم ګډون وکړ. باوري نه وم چې لومړی به راځم، خو څه موده وروسته راغله او راته یې وویل چې تا لومړی مقام ګټلی، ډېر خوشحاله وم".

که څه هم افغانستان کې د سړک غاړې ماشومان له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو هیله یې دا ده چې درس ووايي او وکړای شي چې خپلې کورنۍ له بې وزلۍ راوباسي او له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

Image caption د چارواکو په وینا، له شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ زرو د سړک غاړې ماشومان د پلازمېنې کابل د سړکونو پر څنډو ژوند کوي.