کندهار پوهنتون د افغانستان په کچه لومړی ځای خپل کړی

د انځور حقوق b
Image caption کندهار پوهنتون د افغانستان د خورا مهمو تعلیمي موسسو څخه شمېرل کېږي، چې په تېر کال کې د کیفیت د تضمین په پروسه کې د افغانستان د څوارلسو دولتي پوهنتونونو تر منځ یې دریم مقام خپل کړى ؤ

کندهار پوهنتون د افغانستان په ۶۱ دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د کیفيت د تضمين په بهیر کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د کندهار پوهنتون علمي مرستيال عبدالتواب بالاکرزي په یوه پراخه غونډه کې، چې د لومړي مقام د بريا د لمانځنې په موخه جوړه شوې وه وويل،چې دغه پوهنتون د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورکول شوي اکاډیمیک معيارونه پوره کړيدي.

د افغانستان لوړو زده کړو وزارت کې د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو ریاست سرپرست مشر محمد نذیر نجابي بي بي سي ته وویل، د هېواد د پوهنتونونو د کیفیت لوړولو لپاره هغه معیارونه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا ورته ټاکل شوي او د تطبیق لارښونه یې شوې، دغه معیارونه په کندهار کې په ښه څرنګوالي سره تطبیق شوي دي.

د ښاغلي بالاکرزي په خبره د پوهنتون د استادانو او نورو کارکونکو هڅه او زیار نن دغه ویاړ د کندهار پوهنتون په برخه کړیدی.

د کیفیت د تضمین په لایحه کې د اکاډیمیکو چارو ټول اړخونه، چې پلي کول یې د پوهنتونونو دنده ده د کیفیت په اساس پرې بحث کېږي او د دغې لایحې له مخې د لوړو زده کړو ټول پوهنتونونه او موسسې به د کیفیت له پلوه د لوړو زده کړو وزارت تر پوښښ او جدي نظارت لاندې راځي .

د ښاغلي بالاکرزی په خبره د کیفیت د تظمین په بهیر کې د کندهار پوهنتون د لومړي مقام خپلول په دې مانا نه ده، چې په دغه پوهنتون کې نورو اسانتیاو ته اړتیا نشته او هر څه برابر دي.

د انځور حقوق b
Image caption دم ګړۍ په دغه پوهنتون کې د بیلا بیلو ولایتونو څخه څه باندې ۶۰۰۰ محصلین په ۱۲ بیلابیلو پوهنځیو که په لوړو زده کړو بوخت

نوموړی که څه هم د پوهنتون سيسټم سم بولي خو د مرکز له خوا د بودیجې لږ والی لویه ستونزه یاده وي.

د کندهار د پوهنتون د بنسټ ډبره له نن څخه څه باندې شل کاله وړاندې په ۱۳۶۹ کال کې کیښودل شوه، خو تر وروستیو څو کلونو لا هم دغه پوهنتون ودانۍ نه درلودله.

درې کاله وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د کندهار پوهنتون لپاره د ځینو نویو ودانیو د جوړولو لپاره بودیجه بیله کړه.

خو له دې سره سره په کندهار پوهنتون کې د لیلې محصلینو په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د ځای نشتوالی، د بريښنا نشتون تر ټولو لویې ستونزې ګڼل کېږي.

دم ګړۍ په دغه پوهنتون کې د بیلا بیلو ولایتونو څخه څه باندې ۶۰۰۰ محصلین په ۱۲ بیلابیلو پوهنځیو که په لوړو زده کړو بوخت دي.

کندهار پوهنتون د افغانستان د خورا مهمو تعلیمي موسسو څخه شمېرل کېږي، چې په تېر کال کې د کیفیت د تضمین په پروسه کې د افغانستان د څوارلسو دولتي پوهنتونونو تر منځ یې دریم مقام خپل کړى ؤ.

د کیفیت د تضمین سیالۍ څه باندې سل کاله کېږي، چې د نړۍ د پرمختللو پوهنتونونو تر منځ پيل شوې او هر کال د پوهنتونونو د کیفیت د ښه والي په موخه ترسره کېږي.

Image caption د کندهار د پوهنتون د بنسټ ډبره له نن څخه څه باندې شل کاله وړاندې په ۱۳۶۹ کال کې کیښودل شوه، خو تر وروستیو څو کلونو لا هم دغه پوهنتون ودانۍ نه درلودله

ورته مطالب