د کجکي بریښنا فابریکي د دریم توربین د نصب چارې پیل شوې

Image caption د کجکي د برېښنا تولید فابریکې د دریم توربین وسایل او تجهیزات ۷ کاله وړاندې د بریتانوي ځواکونو له خوا له ښوراب څخه کجکي ته په لسو ورځو ورسول شول، چې پرمهال یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت چارواکي وایي، د کجکي د برېښنا فابریکې د دریم توربین د نصب چارې نن عملاً پیل او په راتلونکو دوو میاشتو کې به بشپړې شي.

د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار وایي، د کجکي د برېښنا فابریکې د دریم توربین د نصب چارې د یوې ترکۍ ساختماني کمپنۍ (Seven Seven) له خوا پیل شوې دي.

کندهار کې زموږ همکار مامون درانی وايي، د ښاغلي رسولیار په وینا، ددغه توربین پر نصب ۱۸۰ میلیون ډالره لګښت راځي، چې دده په خبره د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې (USAID ) له خوا ورکول کېږي.

د چارواکو په خبره، د دریم توربین په لګیدو سره به د کجکي د بریښنا تولید څه باندې ۵۰ میګاواټه ته ورسېږي.

اوسمهال د کجکي برېښنا فابریکه یوازې ۲۶ میګاواټه برېښنا تولیدوي، چې ۱۲ یې کندهار ۶ یې لښکرګاه او پاتې نوره یې کجکي، سنګین او موسي کلا مصرفوي.

د کجکي د برېښنا تولید فابریکې د دریم توربین وسایل او تجهیزات ۷ کاله وړاندې د بریتانوي ځواکونو له خوا له ښوراب څخه کجکي ته په لسو ورځو ورسول شول، چې پرمهال یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

ورته مطالب