د مخابراتي شرکتونو له لارې د برېښنا لګښت ورکولی شئ

د انځور حقوق Apple
Image caption وروسته له دې به د بریښنا د لګښتنو پیسې د ګرځنده تیلیفونونو په مرسته پرې کېږي

د افغانستان دوو سترو مخابراتي شرکتونو روشن او افغان بیسیم له برېښنا شرکت سره د یوې هوکړې په لاسلیکولو خلکو ته دا اسانتیاوې برابرې کړې، چې وروسته له دې د ګرځنده تلیفونونو له لارې د برېښنا بیلونه پرې کړي.

اوس مهال خلک د خپلو برېښنایي لګښتونو د پیسو سپارلو لپاره شپږو دولتي او خصوصي بانکونو ته ورځي.

د برېښنا شرکت وایي، په لرو پرتو سیمو کې داسې خلک شته چې بانکونو ته لاسرسی نه لري او د برېښنا د لګښتونو پیسو په سپارلو کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ وي.

وروسته له دې به د برېښنا د لګښتنو پیسې د ګرځنده تیلیفونونو په مرسته سپارل کېږي.

دوه مخابراتي شرکتونه چې پیریدونکي یې هم خورا ډیر دي وایي، وروسته له دې خلک کولی شي د موبایل د پیسو پر مټ د برېښنا لګښتونه برېښنا شرکت ته وسپاري، اوس مهال ډیر خلک د برېښنا بیلونه بانکونو ته سپاري.

د برېښنا شرکت مشر عبدالرزاق صمدي د دغه تړون د لاسلیکولو پر مهال وویل، دغه تړون به هغو کسانو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي، چې د برېښنا د بیل سپارلو لپاره وخت نه لري او یا له بانکونو څخه په لرې واټنونو کې پراته دي.

په افغانستان کې الکترونیکي بانکداري او د موبایل کارتونو له لارې د پیسو سپارل یوه نوې خبره ده. ښاغلی صمدي وایي، دغه سیستم ډاډمن دی او د لاسوهنې امکان په کې نشته.

اوس دا پوښتنه پیدا کېږي، چې خلک څنګه کولی شي د ګرځنده تیلیفونونو کریډیټ له لارې د برېښنا پیسې وسپاري.

مخابراتي شرکتونه وایي، چې د دغه کار لپاره یې ځانکړي کوډونه او شمېرې ټاکلې، چې په ډایل کولو یې اوریدونکي ته په پښتو، دري او انګریزۍ معلومات ورکول کېږي، چې څنګه کولی شي د برېښنا لګښت پرې کړي.

وړاندې تر دې یوازې یوه خصوصي مخابراتي شرکت دغه اسانتیاوې وړاندې کولې، چې خلکو یې په اړه دومره پوهاوی نه لاره او ډیرو کمو خلکو ترې ګټه پورته کوله.

اوس مهال شپږ دولتي او خصوصي بانکونه د برېښنا د بیلونو پیسې اخلي خو د برېښنا شرکت وایي، دا چې ورځ تر بلې له برېښنا څخه ګټه ډیریږي په راتلونکې کې شونې نه ده چې دغه بانکونه دې د خلکو اړټیاو ته ځواب وویلی شي.