د برېښنا نشتوالي د کندهار د صنعتي پارک دروازې وتړلې

په کندهار کې لسګونو صنعت کاروانو د برېښنا د نشتوالي له کبله خپلې فابریکې وتړلې.

د کندهار په صنعتي پارک کې شاوخوا ۲۰۰ تولیدي فابریکو فعالیت درلود، چې د دغه پارک د مسولینو په خبره نږدې ۶۰۰۰ فني او اداري کارکونکي په کې په دنده بوخت وو.

زموږ همکار مامون درانی په خپل رپوټ کې لیکي، په دغه ولایت کې د صنعت کارانو د ټولنې مرستیال مشر فیض الحق مشکاني په یوې خبري غونډې کې وویل، دا پرېکړه یې وروسته له هغه وکړه چې له تېرو څو میاشتو ورته برېښنا نه رسېده.

ښاغلي مشکاني وویل په تېرو څلورو کلونو کې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې (یو ایس اېډ) له خوا د جنراتورونو په مټ برېښنا برابرېده، چې په وینا یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې دغه برېښنا هم بنده شوې ده.

د نوموړي په خبره د برېښنا د نشتوالي له کبله د هرې ورځې په تېرېدو د کندهار صنعتي پارک ته ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو تاوان اوړي چې صنعت کارانو نه شو زغملی.

د کندهار د ولایتي شورا غړي سید احمد سیلاب په دغه غونډه کې وویل، تېر او اوسني حکومت، یو هم د کندهار د برېښنا لپاره بنسټیز پروګرام نه دی لرلی.

هغه وویل په تېرو ۱۰ کلونو کې کندهار ته د برېښنا د چمتو کولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو شاوخوا ۱۴۸۵ میلیون ډالره لګولي چې ټوله ګټه یې د برېښنا شرکت لاسته رواړله.

د کندهار د صنعت کارانو د مدیریت پلاوي مشر ګل نواز وویل د کندهار صنعتي پارک له ۱۰ تر ۱۵ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.

هغه د ملي وحدت پر حکومت نیوکه وکړه چې دوی یوازې ژمنې کوي او له (یو ایس اېډ) یې وغوښتل چې خپلې مخکنۍ مرستې تر دوو نورو کلونو وغځوي.

د غونډې په پای کې د کندهار د ولایتي شورا ځینو استازو او صنعت کارانو ګوتڅنډنه وکړه که برېښنا ورته برابره نه شي نو دوی به په پلازمېنه کابل کې په احتجاج لاس پورې کړي.

د کندهار صنعتي پارک داسې مهال تړل کېږي چې په سوېل کې د کوکنارو د فصل د راټولولو وخت رارسېدلی او خلک اندېښنه ښیې چې ډېری بې روزګاره شوي کارګر به نېښ وهلو ته مخه کړي.

په تېرو څه باندې لسو کلونو کې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سلګونه میلیون ډالره د دغه بوټي د مخنیوي لپاره لګولي دي.

ورته مطالب