څلورو نورو نوماند وزیرانو ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کړل

د انځور حقوق BBC World Service

د افغانستان د ولسي جرګې نننۍ غونډه ته د پوهنې، ښځو چارو، ټولګټو او ترانسپورت نوماندو وزیرانو خپل پروګرامونه وړاندې کړل.

د پوهنې وزارت

د پوهنې نوماند وزیر اسدالله حنیفي بلخي وویل دغه وزارت په فساد ککړ او اداري ستونزې لري او اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لري.

نوموړي وویل د افغانستان په ولایتونو کې د سرچینو په لګولو کې انډول ته پام نه کېږي، د نظارت سیستم کمزری دی او د فساد مخه نه شي نیولی.

ښاغلي بلخي وویل د مدیریت په دندو د تکړه کدرونو د ګومارلو له لارې غواړي له اداري فساد سره مبارزه وکړي. هغه د پوهنې د نصاب، د فارغو شویو زده کونکو د کار موندنې وړتیا او د درسي کتابونو کیفیت او اندازې ته پام د خپل کار له لومړیتوبونو وګڼل.

د ښځو چارو وزارت

په افغان کابینه کې څلورمه ښځینه نومانده وزیره دلبر جان نظري چې د ښځو چارو وزارت ته نومول شوې وویل په ملي کچه د ښځو د ستونزو حلول، د ښځو د پرمختګ او وړتیا لوړولو په خاطر د هراړخیزو پروګرامونو پلي کول او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی د هغې د پروګرامونو مهمه برخه ده.

اغلې نظري وویل غواړي د ښځو چارو وزارت مسلکي شي، تکړه کدرونه وګوماري او د مدیریت څانګې وړتیاوو لوړولو ته پام وکړي او هڅه به کوي د دغه وزارت په چوکاټ کې د جنسیت ملي کمېټه جوړه کړي.

نوموړې همدا راز وویل د افغانستان ولایتونو ته به سفرونه وکړي او د ښځو چارو وزارت سره تړلو ادارو کار به ارزوي.

د ټولګټو وزارت

د ټولګټو وزارت ته نوماند محمود بلیغ وویل چې په لنډ، منځني او اوږدمهاله موده کې به هغو ستونزو ته چې د نوموړي په وینا اداره یې له ننګونو سره مخامخه کړې او د اداري فساد لامل شوې، د جوړښتي سمون له لارې د حل لاره ومومي.

نوموړي وویل د ښارونو د ساتنې لپاره د ښارونو انډولیزې پراختیا ته پام، د ولایتونو او کلیو تر منځ د سړکونو جوړول او بیا یې د ښارونو مرکزونو او لویو لارو سره نښلول به یې د کاري پلان برخه وي.

ښاغلي بلیغ وویل دغه پروګرامونه د کافي بودیجې د نشتوالي له کبله د پلي کولو وړ نه دي او هغه تمه لري چې د بهرنیو مرستندویانو لکه نړیوال بانک، اسلامي پراختیايي بانک، اسیايي پراختیايي بانک او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د پانګونو له لارې به بنسټیزې پروژې پلي کړي.

د ترانسپورت وزارت

د غونډې په پای کې د ترانسپورت نوماند وزیر محمدالله بتاش وویل د ځمکني او هوايي معیاري ترانسپورتي خدمتونو وړاندې کول، د ترانسپورتي اسانتیاوو برابرول، د اقتصادي ودې زمینه برابرول چې پر خپل ځان بسیاینې ته ورسېږي، به د ده لومړیتوبونه وي.

ښاغلي بتاش همد راز وویل چې د افغانستان د ترانسپورت اوسنی حالت (خواشینونکی دی) او د روڼوالي او اصلاحاتو راوستلو لپاره باید د ځمکني ترانسپورت قانون چې په ۱۳۵۸ کال کې جوړ شوی، ته بیا کتنه وشي.

نوموړي همدا راز وویل د روڼوالي په خاطر به د ترانسپورتي مالیو ورکړې ته پام وکړي او د ښاري او هوايي ترانسپورت ښه والی او وده، د کابل هوآيي ډګر لپاره د بدیل هڅه او د هوا پېژندنې د ادارې پیاوړي کول یې د پروګرامونو برخه ده.

د دغو نوماندو وزیرانو د پروګرامونو وړاندې کولو غونډه د خلکو د استازو له پوښتنو پرته پیل شوه او دوی هم له نوماندانو دا پوښتنه و نه کړه، که د باور رای لاسته راوړي، خپل پروګرامونه به څنګه عملي کوي.

ورته مطالب