ولسي جرګه راروانه شنبه نوماند وزیرانو ته رایه ورکوي

Image caption ولسي جرګې د چهارشنبې په غونډه کې د نوماند وزیرانو د تابعیت پر مساله تاوده بحثونه وکړل

ټاکل شوې، چې د شنبې په ورځ ولسي جرګه د افغانستان د کابینې د ۱۶ نوماند وزیرانو لپاره صندوق کېږدي.

تر اوسه د افغانستان د نوې کابینې نهه تنو وزیرانو د باور رایه ترلاسه کړې خو تر اوسه د دفاع وزارت برخلیک نه دی ټاکل شوی.

که څه هم په دې ورسیتو کی افضل لویدن د دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه نورو ته وروپیژندل شو خو د ځینو دلایلو له کبله له دی دریځه شاته شو.

د ولسي جرګې د چهارشنبې په غونډه کې سره له دې، چې د نوماند وزیرانو د تابعیت پر مساله تاوده بحثونه وشول خو وروسته بیا د ولسي جرګې اداري پلاوي په تړاو خپل رپوټ د نوماند وزیرانو د دوه ګوني تابعیت د اسنادو د مختلفو پړاونو په اړه وړاندې کړ.

د ولسې جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وویل، چې دوو نوماند وزیرانو چې دوه ګونې تابعیتونه یې درلودل د خپل بهرني تابعیت د پرېښودلو اسناد ولسي جرګې ته استولي.

په پای کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل، چې د شنبې په ورځ یانې د اپریل په ۱۹مه به د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوماند وزیر عبدالباري جهاني د تابعیت د څرنګوالي په اړه بحث وشي او د نوماند وزیرانو لپاره به صندوقونه کېښودل شي.

د بهرنیو چارو وزارت له لارې د امریکا د سفارت له خوا د استول شوي مکتوب په اړه د ګډ کمېسیون د غونډې پر بنسټ، پریکړه شوې، چې سفارت باید د محترم جهاني صاحب د تابعیت د پرېښودلو د مسالې د روښانه کولو په موخه دا مکتوب د تابعیت د پرېښودلو په توګه د شنبې تر ورځې تصدیق کړي او بیا د دې مکتوب د ترلاسه کېدو وروسته دې نوموړي تالار ته راشي.

ورته مطالب