وزیرستاني کډوال نه غواړي چې ژر خپلو سیمو ته ستانه شي

د انځور حقوق b
Image caption له دغو کډوالو سره افغان دولت، ولسي خلکو، سوداګرو، مدني ټولنو او نړیوالو ادارو ډول ډول مرستې کړې

د پاکستان د پوځ له خوا په وزیرستان کې د شویو عملیاتو له کبله خوست ته کډه شوي وزیرستاني کډوال نه غواړي خپلو سیمو ته بیرته ژر ستانه شي.

دوی وايي، په وزيرستان کې یې کورونه نړيدلي دي او د ژوند اسانتیاوې نه لري، دوی غواړي د بیرته ستنیدو پرمهال دې ورته نږدې د غلام خان بندر لاره خلاصه شي او هلته دې ورته د امنیت په ګډون د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) مرستيال اياکي ايتو او په افغانستان کې د نوموړي سازمان مشرې مايا په خوست کې د مېشتو وزيرستاني کډوالو استازو او مشرانو ته ویلي، که کډوال په خپله خوښه ستنېدو ته حاضر شي، نو دوی به ورته زمينه برابره کړي.

اياکي ايتو د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ګلان په دښته کې د وزیرستاني کډوالو په کمپ کې د کډوالو مشرانو ته وویل، چې دا د ده مسوولیت دی چې د کډوالو پيغام جینیوا ته ورسوي او ستونزو ته یې حل لاره پیدا کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې (UNHCR) مشرې مېرمن مايا وویل، دوی د وزیرستاني کډوالو اوسنی وضعيت درک کړی او ورته اندېښمن دي.

دې وویل، دا اسانه نه ده، چې يو څوک دې د کډوالۍ ژوند وکړي. د دې په خبره کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ غواړي، تر هغه د کډوالو ښه پالنه وشي څو دوی په خپله خوښه خپلو سیمو ته بېرته ستنېدو ته تیار شي.

خو دې د اوس لپاره شمالي وزيرستان ته د کډوالو له ستنیدو سره مخالفت وښود ځکه، د دې په خبره کيدای شي، هلته پوځي عمليات نور هم دوام وکړي.

د کډوالو په استازیتوب د دوی یو تن قومي مشر حاجي جانان وزير وويل، دوی غواړي يو څه وخت په خوست کې پاتې شي ځکه چې په وزيرستان کې یې کورونه نړيدلي دي او هلته د ژوند تیرولو اسانتیاوې نه لري.

د نوموړي په خبره دوی وزیرستان ته ستنیدل غواړي خو شرطونه یې دا دي، چې هغه مالي امتیازات دې ورکړل شي کوم، چې د پاکستان په داخل کې بې ځایه شویو وزیرستاني کډوالو ته ورکول کېږي.

د انځور حقوق b
Image caption وزیرستاني کډوال غواړي يو څه وخت په خوست کې پاتې شي ځکه چې په وزيرستان کې یې کورونه نړيدلي دي او هلته د ژوند تیرولو اسانتیاوې نه لري

د ده په خبره د بیرته ستنیدو پرمهال دې ورته نږدې د غلام خان بندر لاره خلاصه شي او هلته ورته د امنیت په ګډون د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

د خوست د ځايي ادارې په حواله دا مهال په خوست کې له دیرشو زرو زیاتې وزیرستانۍ کورنۍ د یو کمپ په ګډون د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې ژوند کوي .

له دغو کډوالو سره افغان دولت، ولسي خلکو، سوداګرو، مدني ټولنو او نړیوالو ادارو ډول ډول مرستې کړې دي خو لا هم د ژوند په مختلفو برخو کې بیړنیو او دوامدارو مرستو ته اړتیا لري په ځانګړي ډول د ګرمۍ سوځوونکي موسم په رارسیدو سره.

ورته مطالب