۱۶ نوماند وزيرانو له ولسي جرګې د باور رايې ترلاسه کړې

عبدالستار مراد د اقتصاد وزير شو

د انځور حقوق bbc
Image caption عبدالستار مراد د اقتصاد وزير شو

اقتصاد وزارت ته نوماند عبدالستار مردا د ۱۵۲ تاييد رايو په ترلاسه کولو د ولسي جرګې له خوا بريالی اعلان شو.

ښاغلي مراد د ۱۵۲ تاييد، ۵۱ رد او ۲۹ سپينې رايې ترلاسه کړې.

عبدالستار مراد د افغانستان د اسلامي جمعیت یو مهم غړی دی. نوموړی د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال د هغه وخت د دولت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم پاتې شوی او تر ۲۰۰۲ کال پورې مالیزیا کې د افغانستان سفیر و.

ښاغلي مراد له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۷ کال پورې د کاپیسا والي و، او په ۲۰۱۱ کې یې د افغانستان د سولې عالي شورا کې کار کړی.

نوموړي د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله ټاکنیز کمپاین مخته وړی، او د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله د ټاکیز کمپاین مرستیال و.

عبدالرازق وحيدي د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزير په توګه وپېژندل شو

د انځور حقوق bbc
Image caption عبدالرازق وحيدي د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزير

مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته کانديد عبدالرازق وحيدي د ۱۵۹ تاييد رايو په ترلاسه کولو د ولسي جرګې له خوا دغه وزارت ته بريالۍ اعلان شو.

عبدالرازق وحيدي ۱۵۹ تاييد، ۵۳ رد، ۵ باطل او ۲۸ سپينې رايې لرلې.

عبد الرزاق وحیدي په ۱۳۵۵ کال کابل کې زیږېدلی. هغه له شپږ کلنۍ راهیسې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه شوی او په ۱۳۷۳ کال یې له ښوونځي ختمولو وروسته د اصفهان حکومتي پوهنتون کې لیسانس لوستی دی.

ښاغلي وحيدي تر فراغت وروسته د ایران ازاد پوهنتون استاد پاتې شوی. په ۱۳۸۱ کال بېرته افغانستان ته ستون شوی او د کانکور سیستم کمپیوټرایز کولو کې یې کار کړی.

هغه په ۱۳۸۵ کال د مالیې وزارت د اداري مشر په توګه ګومارل شوی. په ۱۳۹۸ کال د مالیې وزیر د دفتر مشر ټاکل شوی. له ۱۳۹۰ کال راهیسې تر اوسه د مالیې وزارت اداري مرستیال پاتې شوی دی.

محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبايلو چارو وزير شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبايلو چارو وزير

ښاغلي منګل د ۱۸۸ تاييد رايو په ترلاسه کولو د سرحدونو او قبايلو چارو وزير په توګه وپېژندل شو. ده ۲۸ رد او ۱۳ سپينې رايې ترلاسه کړې.

محمد ګلاب منګل په ۱۹۵۷ کال د پکتیا ګردیز ښار کې زیږېدلی. لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون په ادبیاتو کې د لیسانس تر کچې کړې. په ۱۹۷۰ کال یې له دولت سره کار پیل کړی او بیا له مجاهدینو سره یوځای شوی.

ښاغلی منګل د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال په ۲۰۰۸ کال د سوېلي نارامه هلمند د والي په توګه وټاکل شو، چې تر ۲۰۱۲ کال پورې همالته د والي په توګه پاتې شو.

هغه د هلمند له والي کېدو مخکې له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۶ کال پورې د پکتیا والي و، او په ۲۰۰۸ کال کې د لنډ وخت لپاره د لغمان والي هم پاتې شوی.

ښاغلی منګل د هلمند د والي په توګه له ګوښه کېدو وروسته کابل کې سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی.

عبدالبصير انور د عدليې وزير شو

د انځور حقوق bbc
Image caption عبدالبصير انور د عدليې وزير

ښاغلي انور ۱۳۸ تاييد، ۶۵، رد، ۵ باطلې او ۳۰ سپنې رايو ترلاسه کولو د عدليې وزارت ته کامياب شو.

عبدالبصیر انور په ۱۳۳۱ کال کې د کابل شمال ته پروان ولایت کې زیږېدلی. لیسانس یې د کابل طبي پوهنتون کې لوستی، نورې لوړې زده کړې یې سیاسي او اسلامي علومو کې کړې دي.

ښاغلی انور مخکې د افغانستان د مخکیني ولسمشر د ټولنیزو چارو سلاکار او د افغاسنتان د اسلامي حزب د سیاسي کمېټې مشر پاتې شوی. نوموړی د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال د عامې روغتیا مرستیال او سرپرست وزیر هم پاتې شوی.

محمدالله بتاش د ترانسپورت وزير شو

د انځور حقوق bbc
Image caption محمدالله بتاش د ترانسپورت وزير

ښاغلي بتاش د ۱۷۶ تاييد، ۳۲ رد، ۶ باطل او ۲۵ سپينو رايو ترلاسه کولو د ترانسپورت وزير په توګه وپېژندل شو.

محمدالله بتاش په ۱۹۶۱ کال د افغانستان شمالي کندوز ولایت کې زیږېدلی. په ۱۹۷۸ کال یې د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې ښوونځی لوستی.

هغه په ۱۹۸۵ کال کې له بلخ پوهنتون نه د روسیې کوبان پوهنتون ته ولاړ او هلته یې په ټولنیزو علومو کې زده کړې وکړې.

ښاغلی بتاش په ۱۹۹۰ کال د دوکتورا لپاره مسکو ته ولاړ او په ۱۹۹۵ کال یې په ټولنیزو علومو او نړیوالو اړیکو کې دوکتورا واخیسته.

ښاغلي بتاش په ۱۹۹۵ کال تر ۲۰۰۱ پورې په بېلابېلو نړیوالو سوداګریزو شرکتونو کې کار کړی او له ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۰۷ پورې پارلماني چارو کې د دولت سلاکار وزیر پاتې شوی

سلامت عظیمي د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزيرې په توګه وپېژندل شوه

د انځور حقوق bbc
Image caption سلامت عظيمي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير

آغلې سلامت عظيمي ۱۵۵ تاييد، ۶۰ رد او ۲۳ سپينو رايو په ترلاسه کولو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته بريالۍ شوه.

آغلې عظیمي د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ماشوانو د حقونو د پراختیا او ملاتړ برخې مشره پاتې شوي، او د هېواد شمال کې د آریانا حقوقي مؤسسې د مشرې په توګه یې هم کار کړی دی.

هغې د بلخ پوهنتون استازي هم کړې ده او ددغه پوهنتون مرستیاله هم پاتې شوې ده.

آغلې عظیمي په حقوقو او سیاسي علومو کې زده کړې کړې دي.

محمود بليغ د ټولګټو وزير شو

د انځور حقوق bbc
Image caption محمود بليغ د ټولګټو وزير

ښاغلي بليغ د ۱۶۸ تاييد، ۳۸ رد، ۸ باطل او ۲۳ سپينو رايو ترلاسه کولو د ټولګټو وزير په توګه معرفي شو

محمود بلیغ په ۱۳۵۰ کال دایکندي ولایت کې زیږېدلی. لیسانس یې د تهران پوهنتون انجینرۍ کې اخیستی او ماسټري یې د امیر کبیر پوهنتون کې لوستې ده.

هغه له لوړو زده کړو وروسته د تهران – شمال په (ازاده راه) تونل طرحه کولو کې له یوه ایراني شرکت سره کار کړی.

دلبر نظري د ښځو چارو وزيره شوه

د انځور حقوق bbc
Image caption دلبر نظري د ښځو چارو وزيره

آغلې نظري د ۱۳۱‍ تاييد، ۷۰ رد، ۹باطل او ۲۷ سپينو رايو ترلاسه کولو د ښځو چارو وزيرې په توګه ونومول شوه

آغلې نظري په ۱۹۶۰ کال د افغانستان شمالي سمنګان ولایت کې زیږېدلې. د بلخ ښوونکي تربیې مرکز یې کې درس ویلی او بیا یې د کابل پوهنتون نړیوالو اړیکو کې لیسانس لوستی دی.

هغې په ۲۰۰۵ کال د افغانستان ولسي جرګې ته لاره موندلې او د ولسي جرګې د فرهنګي او دیني چارو د کمېټې غړې وه.

آغلې نظري د آکسفام او یونیسف په څېر له نادولتي مؤسسو سره هم کار کړی او په ۲۰۰۴ کال کې د ټاکنیز کمیسیون کارکوونکې هم وه.

وروسته تر هغه چې په تېرو دوو درو کې یې پارلمان ته لاره ونه مونده، د ولسي جرګې د حقوقي سلاکارې په توګه وګومارله شوه او اوس د کورنیو چارو وزارت د برېښنايي تذکرو برخه کې کار کوي.

نسرين اورياخېل د کار، ټولنيزو چارو او شهيدانو وزيره شوه

د انځور حقوق bbc
Image caption نسرين اورياخېل د کار، ټولنيزو چارو او شهيدانو وزيره

اغلې نسرين اورياخېل د ۱۶۹ تاييد رايو او ۴۹ رد رايو په ترلاسه کولو د کار، ټولنيزو چارو او شهيدانو وزيرې په توګه ونومول شوه.

آغلې اوریاخېل د کابل طبي پوهنتون کې لیسانس لوستی، د همدغه پوهنتون استاده پاتې شوې، د "رابعه بلخي" او "ملالۍ زیږنتون" د روغتونونو مشره پاتې شوې ده.

هغې د ښځو زیږون برخه کې تخصص اخیستی او له ۲۰۰۴ کال راهیسې تر اوسه د (ملالۍ زیږنتون) مشري پرغاړه لري.

تېر کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت آغلې اوریاخېل ته د ښخو د روغتیا او زیږون برخه کې د نړۍ د زړورو ښځو جایزه ورکړه.

نسرین اوریاخېل د یوه نادولتي بنسټ مشره هم ده.

سيد سعادت منصور د ښار جوړونې وزير شو

د انځور حقوق bbc
Image caption سيد سعادت منصور د ښار جوړونې وزير

ښاغلي نادري د ۲۰۲ تاييد، ۱۸ رد، ۴ باطل او ۱۰ سپينو رايو ترلاسه کولو د ښار جوړونې وزير په توګه وپېژندل شو

سعادت منصور نادري په ۱۹۹۹ کال د لندن یوه پوهنتون کې اقتصاد لوستی. بیا یې بېلابېلو شرکتونو کې کار کړی، خپل سوداګریز کاروبار هم مخته وړي.

ښاغلی نادري د اسماعیلي فرقې د یوه مشر سید منصور نادري زوی دی.

نوموړی مخکې د افغانستان ملي بانک سلاکار پاتې شوی.

عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او کلتور وزير شو

Image caption عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او کلتور وزير

ولسي جرګې اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند عبدالباري جهاني ته ۱۲۰ د باور رايې ورکړې او دغه وزارت ته بريالۍ اعلان شو

ښاغلي جهاني ۱۲۰ باور، ۶۶ رد او ۳۵ سپينې رايې ترلاسه کړې وې

عبدالباري جهاني د سوېلي کندهار ولایت اوسېدونکی دی. ابتدايي زده کړې یې د کندهار میرویس نیکه ښوونځي کې کړې. په ۱۹۷۲ کال یې د کابل پوهنتون پښتو ژبې او ادبیاتو لیسانس لوستی. په ۱۹۸۱ کال له افغانستان نه پاکستان ته کډه شوی او په ۱۹۸۳ کال امریکا ته تللی دی.

همايون رسا د سوداګرۍ او صنايعو وزير شو

Image caption همايون رسا د سوداګرۍ او صنايعو وزير

همايون رسا د ۱۷۰ تاييد، ۳۹ رد، ۲۴، سپينې او ۵ باطلو رايو ترلاسه کولو د سوداګرۍ او صنايعو وزير په توګه ونومول شو

ښاغلي رسا په کمپیوټر پوهنه کې زده کړې کړې دي. د پوهنې وزارت معاونیت کې او د ملي امنیت د معاونیت برخه کې یې یې کار کړی. ښاغلي رسا د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم کار کړی دی.

فريده مومند د لوړو زده کړو وزيره شوه

د انځور حقوق fb
Image caption فريده مومند د لوړو زده کړو وزيره

اغلې مومند ۱۸۴ د تاييد رايې، ۳۱ رد او ۱۸ سپينې رايې ترلاسه کولو د لوړو زده کړو په توګه ومنل شوه

فریده مومند د کابل طب پوهنتون استاده ده او د کابل یوه روغتون کې کار کوي. فریده شاوخوا ۵۰ کلنه ده او په ۱۹۹۷ کال له افغانستان نه پاکستان ته کډه شوې او په ۲۰۰۱ کال افغانستان ته ستنه شوې ده.

اسدالله ضمير د کرنې او مالدارۍ وزير شو

د انځور حقوق bbc
Image caption اسدالله ضمير د کرنې او مالدراۍ وزير

ښاغلي ضمير د ۱۹۲ تاييد رايلو ترلاسه کولو د کرنې او مالدارۍ وزير په توګه ونومول شو. ويل کېږي ښاغلي ضمير ۲۸ رد رايې، ۱۵ سپينې او ۴ باطلې رايې ترلاسه کړې دي.

اسدالله ضمیر د کابل څنګلوري لوګر ولایت اوسېدونکی دی. هغه ښوونځی پېښور کې لوستی او لوړې زده کړې یې د امریکا کلیفورنیا پوهنتون کې د سوداګرۍ او اقتصادي مدیریت برخه کې سرته رسولې.

ښاغلی ضمیر د افغانستان د مدني فعالانو غړی دی، چې په ۲۰۰۸ کال یې د کلیوالو سیمو د پراختیا لپاره یو خیریه بنسټ هم جوړ کړی. نوموړي د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت سلاکار هم پاتې شوی دی.

هغه په ۲۰۰۷ کال د افغانستان پوهنې وزارت کې کار پیل کړی او په ۲۰۰۹ کال د افغانستان د کرنې وزارت د پروګرامونو جوړولو رییس پاتې شوی.

ښاغلي ضمیر له ۲۰۱۲ وروسته نړیوال بانک کې د بنسټونو د پراختیا برخه کې کار کړی. د کانونو وزارت کې لوړپوړی مدیر هم پاتې شوی.

اسدالله بلخي د پوهنې وزير شو

Image caption اسدالله بلخي د پوهنې وزير

پوهنې وزارت ته کانديد اسدالله بلخي د ۱۶۱ تاييد رايلو ترلاسه کولو د پوهنې وزير شو. اسدالله بلخې ۲۷ رد رايې، ۲۴ باطلې او ۲۵ سپينې رايې ترلاسه کړې وې.

ښاغلی بلخي په ۱۳۳۶ کال بلخ کې زیږېدلی. ښوونځی یې بلخ کې لوستی او په ۱۳۵۹ کال یې کابل پوهنتون کې لیسانس لوستی. ښاغلي بلخي په ۱۳۶۹ کال د سعودي عربستان امّ القرُی پوهنتون کې زده کړې کړې او په ۱۳۸۲ کال کې یې دوکتورا هم اخیستې ده.

نوموړي په ۱۳۸۲ کال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې کار پیل کړ او په ۱۳۹۱ کال په کویت کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.

علي احمد عثماني د انرژۍ وزير شو

د انځور حقوق fb
Image caption علي احمد عثماني د انرژۍ وزير شو

علي احمد عثماني ۱۳۸ تاييد، ۳۶ رد ، ۲۹ سپينې او پنځه باطلې رايې ترلاسه کړې دي

ښاغلی عثماني په ۱۹۷۲ کال هرات ولایت کې زیږېدلی. ښوونځی یې ایران کې لوستی او په ۲۰۰۰ کال کې د هرات انجینرۍ پوهنځي ته داخل شوی. په ۲۰۰۷ کال یې د ایران مشهد کې د فردوسي پوهنتون هایډرلولیک انجینرۍ کې ماسټري کړې.

هغه هرات کې د پوهنتون استاد و او په ۲۰۱۲ کال د کابل یوه خصوصي کې هم تدریس پیل کړی.

ښاغلی عثماني د افغانستان لوېدیځه حوزه کې د اروپايي ټولنې او د خوړو نړیوال سازمان ترمنځ د پروګرامونو د همغږۍ برخه کې کار کړی