د فرخندې د وژنکو د نیولو لپاره نغدي جایزه ټاکل شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د فرخندې د وژلو په تور د هغو کسانو د نیولو په سر ۱۰۰ زره افغانۍ ایښۍ چې اصلي ژونکي ګنل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت جنایي څیړنو مشر جنرال ظاهر ظاهر وایي، چې د فرخندې د قضیې په تړاو یې ډیر کسان نیولي خو هغه ۷ تنه چې د پیښې اصلي عاملین دي لا هم د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي.

دا لومړی ځل دی، چې پولیس د فرخندې د اصلي وژونکو د نیولو لپاره چې لا هم د قانون له منګلو په څنګ پاتې شوي جایزه ټاکي.

تر دې دمه پولیسو د فرخندې د وژلو په تور۳۰ کسان نیولي او ۲۰ هغه پولیس، چې د فرخندې د ژغورلو په دنده کې په ناغیړۍ تورن دي د پوښتنو لاندې دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت هیله مند دی، چې د جایزې ټاکل به د تورنو کسانو به نیولو کې مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي څیړنو مشر جنرال ظاهر ظاهر وایي، هغه کسان چې تورن په ګوته کوي د نوموړي کس په تړاو به هر دول معلومات پټ او خوندي پاتې کېږي.

فرخنده نږدې یوه میاشت وړاندې د قهرجنو خلکو له خوا په دې تور ووژل شوه، چې ګواکې نوموړې قران شریف یې سوځولی.

په ورستیو کې ټولنیزو رسنیو همدغه خبرې شاربلې، چې یو شمېر زورواکي غواړي د فرخندې د وژلو په تور تورن کسان د قانون له منګلو خوشې کړي خو د کورنیو چارو وزارت د جنایي څیړنو ریاست وایي، تر دې دمه دوې ته داسې څه نه دي ویل شوي او له داسې پیښې سره نه دي مخامخ شوي.

ورته مطالب