پکتیا کې ۱۹ تنه ماین پاکان تښتول شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption تښتول شوي کسان د سټارلینګ په نوم د ماين پاکۍ په يوې موسسې پورې تړاو لري

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ماين پاکۍ د يوې کمپنۍ نږدې ۱۹ تنه د نامعلومو وسله والو له لوري تېره ورځ تښتول شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، د تښتول شويو کسانو په لټه کې دي خو تر اوسه يې په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه کړي.

تښتول شوي کسان د سټارلینګ په نوم د ماين پاکۍ په يوې موسسې پورې تړاو لري.

دوی وايي، چې تښتول شويو ماين پاکانو د ګردېز اړوند بنوزيو کلي کې کار کاوه، چې د ۳۶ تنو له جملې يې ناپېژاندو وسله والو ۱۹ تنه وتښتول.

د پکتيا مرستيال والي عبدلولي سهي وايي، دوی ته دومره درک لګېدلی، چې ماين پاکوونکي وسلوالو کسانو د زرمت په لوري بیولي دي.

ښاغلی سهي وايي:"دغه کسان د مرکز ګردېز اړوند جنوب ختيځ ته د سروري په سيمه کې په کار بوخت وو. موږ ته چې تر اوسه کوم معلومات رسيدلي دغه کسان وسلوالو د زرمت ولسوالۍ د شاهي کوټ سيمې ته بيولي دي".

نوموړي زیاته کړه، چې له دوی سره د ماين پاکۍ څلور موټر هم وسلوالو له ځان سره بيولي دي.

له دې وړاندې هم د پکتيا په بيلابيلو سيمو کې ورته پېښې شوې، چې ماين پاکوونکي له تښتول کېدو وروسته بيرته خوشي شوي دي.

خو سږ کال په پکتیا کې دا لومړۍ پېښه ده ، چې په زيات شمېر سره ماين پاکان د وسلوالو له خوا تښتول کېږي.

سټارلېنګ کمپنۍ په دې ورستيو کلونو کې په کار پيل کړی او له دې وړاندې د همدې ادارې ځيني کار کونکي په هلمند او نورو ځايونو کې وژل شوي دي.

تر اوسه پورې د تښتول شويو کسانو تښتوونکې ډله نه ده معلومه او نه يې هم د تښتونې مسؤليت چا په غاړه اخيستی.

ورته مطالب