احمدضیا مسعود: سلما بند به يو کال کې ګټې پرانيستل کېږي

د انځور حقوق b

تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به د سلما برېښنا کوټ کاسه د اوبو د ډکېدو وړ وګرځي.

د اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود د دغه برېښنا کوټ د لیدنې پر مهال وویل، دا پروژه به یو کال وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغه برېښنا کوټ د جوړولو پروژه، چې د هندوستان په مرسته ترسره کېږي څو ځله ځنډیلې وه.

محمد قاضی زاده په رپوټ کې لیکي: د سلما برېښنا کوټ د جوړولو پروژه په لومړي ځل د داود خان د دولت په نوښت په ۱۹۷۶ کال کې د هند په مرسته پیل شوه خو د جګړو له امله وځنډېده.

د دویم ځل لپاره دا پروژه په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې پيل شوه هغه مهال یې لګښت ۷۰ میلیونه ډالره ښودل شوي و خو بیا وروسته یې لګښت تر۴۰۰ میلیونه ډالرو هم واوښت.

د اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر استازي احمد ضیا مسعود د هرات د چشت په ولسوالۍ کې د دغه برېښنا کوټ څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې ډیر ژر به دا پروژه بشپړه شي.

ښاغلی مسعود وايي:"د دې برېښنا کوټ یوازې پنځه سلنه کار پاتې دی دوه میاشتې وروسته یې کاسه د اوبو د ډکېدو وړ ګرځي او تر راتلونکي کال به دا ټوله سیمه له اوبو ډکه او د ګټې اخیستنې وړ وي."

دا برېښنا کوټ به چې ۴ توربینونه لري زرګونه هکتار ځمکو ته به اوبه ورکړي او ترڅنګ یې د ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري.

په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د دې پروژې د ځنډیو یو عامل امنیتي ستونزې یادیدې خو اوس په لویدیځ کې د ۲۰۷ نمبر قول اردو قوماندان جنرال تاج محمد جاهد وایي چې امنیتي ستونزی په سیمه کې نشته.

جاهد زیاتوي:"دلته هیڅ دول امنیتي ننګونې نشته. د امنیت له پلوه د کار د دوام زمینه شته. د دې نه وروسته به هم زه ډاډ درکوم چې هیڅ ډول امنیتي ستونزې به د دې پروژې د ترسره کېدو او ګټه اخیستنې په مخ کې خنډ و نه ګرځي".

دا برېښنا کوټ د ۵۰۰ میلیون متر مکعبه اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري. تر دې وړاندې یوشمېر کړیو د دې برېښنا کوټ د کار د ځنډیدو پړه په ګاونډیو هيوادو اچوله او د سیمې ځینې هیوادونه یې په دې تورونول چې ګواکې نه غواړي افغانستان د خپلو اوبو د زیرمه کولو وړتیا ترلاسه کړي.

ورته مطالب