قاضي له لندنه د لسګونو افغان کډوالو د شړلو مخه ونیوله

Image caption پلان و الوتکه کې ۵۹ افغان کډوال کابل ته ولېږدول شي.

ویل کېږي د یوې ځانګړې الوتکې چې ټاکل شوې وه افغان کډوال له لندنه افغانستان ته ولېږدوي، الوتنه د محکمې د یوه حکم پر بنسټ له الوت څو شېبې مخکې لغوه شوه.

پلان و چې دغه الوتکه کې ۵۹ افغان کډوال کابل ته ولېږدول شي.

خو له الوت وړاندې د شاوخوا ۲۰ کډوالو وکیلانو له محکمې داسې امر ترلاسه کړ چې پر بنسټ یې د افغانستان امنیتي حالت ته په پام سره له لندنه د دوی په زوره ایستلو مخه ونیول شوه.

په دې اړه لندن کې مېشت د کډوالو چارو کارپوه بریالي بارکزي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل دغه الوتنه لغوه نه بلکې تر هغو ځنډول شوې چې د کډوالو دوسیې په محکمه کې وڅېړل شي.

نوموړي زیاته کړه وکیلانو ته دا حق ورکړل شوی چې د دغو کډوالو دوسیې محکمې ته وړاندې کړي خو دا په دې معنا نه ده چې ګنې دوی ټول به بریتانیا کې د پاتې کېدو حق ترلاسه کوي.

د الوتنې ځنډېدو د دلیل په اړه ښاغلي بارکزي وویل، څو اوونۍ مخکې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویلي وو چې دغه هېواد د ستنېدونکو کډوالو امنیتي مسولیت نه شي منلی.

د نوموړي په وینا بل علت یې اخلاقي دی چې په مدیترانه کې د لوی شمېر کډوالو له ډوبېدو وروسته دغه ډول قضيي اوس هم د قضا او هم د سیاستوالو له لورې د اخلاقي مسلې په توګه ګڼل کېږي.

که څه هم په الوتکه کې یو شمېر افغانان په خپله خوښه له لندنه وتلو ته چمتو شوي وو خو سره له دې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت الوتنه وځنډوله ځکه د دوی په اند اقتصادي تاوان یې درلود.

ښاغلي بارکزي د هغو افغان کډوالو په اړه چې په خپله خوښه بېرته تلو ته چمتو شوي وايي:

"ډېری دغه ډول کډوال په بندیخانو کې دي او تر ډېر روحي فشار لاندې دي. یو کال یا ډېره موده په بند کې پاتې شوي، کورنۍ ستونزې لري، نور نه غواړي دلته پاتې شي او د ذهني فشارونو نه د خلاصون لپاره غواړي افغانستان ته ستانه شي".

په بریتانیا کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه نوموړي وویل اساسي مشکل د اسنادو نشتوالی دی خو د دې تر څنګ دغه کډوال کلتوري، ژبنیز او اقتصادي ستونزې هم لري.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه: "د افغانستان اوسني حالاتو ته په کتو د محکمې وروستۍ پرېکړه دغو کډوالو لپاره یو لوی زیری دی او ښايي له محاکمې مثبتې پایلې لاسته راوړي".

ورته مطالب