چاودنې د ننګرهار د نظامي څارنوالۍ مرستیال وژلی

د انځور حقوق Reuters
Image caption بل پلو، د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، غلام حیدر حیدري د ننګرهار د بهرنیو جرایمو پروړاندې د مبارزې د څارنوالۍ مرستیال و.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت دوو جلا چاودنو کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې د ننګرهار د نظامي څارنوالۍ مرستیال هم دی.

لومړۍ چاودنه د بهسودو ولسوالۍ بینګاه سیمه کې د چارشنبې په ګهیځ شوې وشوه، چې د ننګرهار د نظامي څارنوالۍ مرستیال پکې ټپي شو.

د بهسودو ولسوال محمد صدیق دولتزي رسنیو ته ویلي، د سړک غاړې ماین په دې چاودنه کې نظامي مرستیال څارنوال غلام حیدر حیدري او د هغه چلوونکی وژل شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، حیدري سخت ټپي شوی و، خو روغتون ته تر رسول کېدا مخکې یې ساه ورکړه.

دغه مرستیال څارنوال له کوره جلال اباد ښار ته روان و.

بل پلو، د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، غلام حیدر حیدري د ننګرهار د بهرنیو جرایمو پروړاندې د مبارزې د څارنوالۍ مرستیال و.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدلزي رسنیو ته ویلي، ددغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د اکمالاتو د آمر خان ولي پر موتر پورې چاودېدونکي توکي نښلول شوي، چې په چاودلو سره یې نوموړی او یو ولسي وګړی ټپیان شوي دي.

چاودنه د کامې ولسوالۍ د اربابانو په سیمه کې هغه مهال شوې، چې نوموړی کور ته پر لاره و.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې نسبتاً نارامه ولایت دی، چې همدا تېره اونۍ پکې یو خونړی برید وشو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د برید پړه ''اسلامي دولت'' پرغاړه اخیستې وه.

د روان اپریل پر ۱۸ ننګرهار کې ځانمرګي برید لږترلږه ۳۵ کسان ووژل او تر سلو ډېر نور یې ژوبل کړل.

دغه ځانمرګی برید جلال اباد ښار کې د کابل بانک مخې ته هغه مهال شوی، چې خلک خپلو معاشونو پسې بانک ته تللي و.

د برید پړه ''اسلامي دولت'' پرغاړه اخیستې وه.

ورته مطالب