فیفا د ټاکنیزو اصلاحاتو پر سر د چارواکو اختلاف اندېښمنوونکی بولي

د انځور حقوق no credit
Image caption فیفا بنسټ نن د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په باب خپل بشپړ څیړنیز رپوت له رسنیو سره شریک کړ، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په هکله یې یوشمېر وړاندیزونه هم لرل.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ "فیفا" وایي، د ټاکنیزو اصلاحاتو پر سر د ملي یووالي حکومت اختلافونو د دوی اندېښنې ډیرې کړي دي.

دغه بنسټ ټینګار کوي که چېرې پر وخت د ټاکنیز سیستم د اصلاحاتو لپاره کار ونه شي، نو کېدی شي د افغانستان راتلونکې ټاکنې زیانمنې شي.

کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ پخپل راپور کې لیکي، د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا وایي چې د افغانستان د ولسمشر او اجراییوي مشر ترمنځ د ټاکنیزو اصلاحاتو پر سر شته اختلافونه اندېښمنوونکي دي.

د ملي یووالي د حکومت له پیلېدو نژدې اوه میاشتې اوړي او په ټاکنو کې اصلاحات د نوي حکومت له لومړیتوبونو څخه وو.

ټاکل شوې وه سږ کال پارلماني ټاکنې ترسره شوې وای، خو د اصلاحاتو د کمیسیون پر جوړولو سلا مشورې او د د غه کمیسون د مشر او د هغه د دندو پر سر کړکېچونه د دې لامل شو چې د ملي شورا ټاکنې یو کال وځنډېږي.

د "فیفا" اجرایوي مشر محمد یوسف رشید وایي د ملي یووالي حکومت مشران باید د ټاکنیزو اصلاحاتو په هکله جدي خبرې وکړي او عملي ګامونه پورته کړي:

''د ټاکنیزو اصلاحاتو پر سر بحث یوه بنسټیزه موضوع او د افغانستان د راتلونکي لپاره مهمه ده. ور ورو د اصلاحاتو پر سر اختلافونه دې ته لاره هواروي چې اختلاف کوونکي د ټاکنو پړاو پخپله ولکه کې ونیسي. کوم اختلافونه چې نن د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اصلاحاتو د کمیسیون د مشر په اړه دي، اندېښمنوونکي دي. مشران باید په دې اړه بیافکر وکړي او عملي ګامونه پورته کړي''.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ له ولسي جرګې غواړي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون پر قانون بحثونه ګړندي کړي او د دغه کمیسیون واکونه هم په ډاګه کړي.

د ‍۱۳۹۳ کال د ټاکنو څارنیز راپور

په ورته وخت کې "فیفا" نن د تېرو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو په هکله یو بشپړ رپوت هم خپور کړ.

په دغه رپوت کې د ۱۳۹۳ کال ټاکنې د افغانستان په تاریخ کې له ننګونو ډکې ټاکنې یادې شوي دي.

د رایو ورکونکو ډېروالی، په ټاکنو کې د ښځو پراخه ونډه اخیستل او د امنیتي ځواکونو له خوا د کلکو امنیتي تدابیرو نیول د تېرو ټاکنو مثبت ټکي یاد شوي دي.

د "فیفا" په رپوټ کې د ولایتي شورا ټاکنو د پایلو په اعلانولو کې ځنډ، د رایو په ارزولو کې بې نظمي چې ۷۴۶ زره رایې هم باطلې شوې، د کارکوونکو په ګومارنو کې نه پاملرنه او په ټاکنو کې د قانون ماتونکو او زورواکو لاسوهنه په تېرو ټاکنو کې مهمې ستونزې ګڼل شوې.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د دغو ستونزو د هواري لپاره د ټاکنیز نظام د اصلاح وړاندیز کوي او په راتلونکو ټاکنو کې د نړیوالې ټولنې د څارونکو ګومارنه اړینه بولي.

ورته مطالب