اشرف غني: جنګ پر موږ تحمیل شوی

د انځور حقوق facebook ghani
Image caption ولسمشر غني د قربانیانو خپلوانو ته په وینا کې هغوی ته زړه ورکړ او وویل چې ټولو ته روښانه پيغام دی چې موږ اراده لرو او اراده مو غښتلې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جلال اباد ښار د وروستي خونړي برید د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ لپاره دغه ښار ته تللی. نوموړي وویل "افغانان د یوې بېړۍ سپاره دي، هرڅوک که فکر کوي په دې بېړۍ کې خپله برخه سورۍ کړي، غلط دي". نوموړي وویل، "جنګ پر موږ تحمیل شوی".

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جلال اباد ښار د وروستي خونړي برید د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ لپاره جلال اباد ته تللی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني د وژل شویو له خپلوانو سره د غمشریکۍ پرمهال وویل "که که ترهګر مېړني دي، زموږ له ځواکونو سره دې مخامخ شي، په بانکونو دې بریدونه نه کوي. په کوچنیانو د حملې هدف دا دی چې د افغان زړه مات کړای شي. ترهګرو ته د ننګرهار او ټول افغانستان پیغام دا دی چې دا زړور هېواد هېڅ وخت زور ته سر نه ټیټوي".

ولسمشر غني د قربانیانو خپلوانو ته په وینا کې هغوی ته زړه ورکړ او وویل چې ټولو ته روښانه پيغام دی چې موږ اراده لرو او اراده مو غښتلې ده.

محمد اشرف غني د مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي په څېر افغانستان کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې وبلله:

''جنګ پر موږ تحمیل شوی. موږ جنګ نه دی غوښتی. د سولې غږ مو ټولې نړۍ ته رسولی، ټولې نړۍ ته مو په شپږو میاشتو کې قناعت ورکړی چې د افغانستان دولت تلپاتې سوله غواړي. که خلک یا دولتونه په دې فکر کوي چې موږ امنیت او نظام نشو راوستلای، له سره دې غور وکړي''.

نوموړي د هېواد د ټولو پوړیو پر وګړو د یوموټی کېدو غږ وکړي "له ټولو علماوو، مشرانو، مدني ټولنو او خویندو مو غوښتنه دا ده چې له نفاق څخه اتفاق ته راشو".

د روان اپریل پر ۱۸ ننګرهار کې ځانمرګي برید لږترلږه ۳۳ کسان ووژل او تر سلو ډېر نور یې ژوبل کړل.

دغه ځانمرګی برید جلال اباد ښار کې د کابل بانک مخې ته هغه مهال شوی، چې خلک خپلو معاشونو پسې بانک ته تللي و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د روان اپریل پر ۱۸ ننګرهار کې ځانمرګي برید لږترلږه ۳۳ کسان ووژل او تر سلو ډېر نور یې ژوبل کړل.

د برید پړه ''اسلامي دولت'' پرغاړه اخیستې وه.

ولسمشر غني په دې سفر کې وویل، نفاق د نورو لاسوهونو او نفوذ ته لاره برابروي: ''نفاق د نورو نفوذ ته لاره برابروي. د وسلې غیر مسؤول استعمال وطن ته ګواښ دی. موږ په یوه کښتۍ کې سپاره یو، او د دې کښتۍ نوم افغانستان دی، هر څوک که فکر کوي چې په کښتۍ کې خپله برخه سورۍ کوي، غلط دي. دوی ټول افغانستان ته ګواښ متوجه کوي. ټول به یې مخه نیسو''.

ورته مطالب