"د کندوز ولایت له ګڼو سیمو طالبان په شا تمبول شوي"

Image caption د کندوز والي وویل د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر طالبان او بهرني جنګیالي وژل شوي دي.

د افغانستان د شمال ختیځ کندوز ولایت ځايي چارواکي وايي د دغه ولایت له امام صاحب ولسوالۍ یې طالبان په شا تمبولي دي.

پرون داسې اعلان شوی و چې اورپکو د دغې ولسوالۍ ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د ولایت تر مرکزه یې پرمختګ کړی دی.

جګړه روانه اوونۍ د کندوز ولایت د مرکز په ګډون په مختلفو سیمو کې پیل شوه او اوسمهال د امام صاحب ولسوالۍ شاوخوا او د چاردرې او قلعه زال په ولسوالیو کې دوام لري.

د کندوز والي محمد عمر صافي بي بي سي ته وویل د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر طالبان او بهرني جنګیالي وژل شوي دي.

ښاغلي صافي وویل په وژل شویو کې څلور تاجکستاني، دوه ازبکستاني، یو قرغېز، دوه چیچنیايي او یوه ترکی تبعه شامل دي.

نوموړي زیاته کړه له مرکزه د افغان ملي پوځ او پولیسو کومکي ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي او عملیات به یې تر هغو دوام ولري چې کندزو ولایت له طالب اورپکو او بهرنیو جنګیالیو پاک شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري بي بي سي ته وویل د کندوز په عملیاتو کې ۱۱۱مه فرقه، د چټک غبرګون او د ملي پوځ ځانګړي (کوماندو) ځواکونه او د ملي پولیسو د عامه نظم ځواکونه ګډون لري.

ښاغلي وزیري وویل دغه عملیات د لوی درستیز د لومړي مرستیال ډګر جنرال مراد علي او د پولیسو د عامه نظم د ځواکونو مشر زمري پیکان په مشرۍ دوام لري.

په دې وروستیو کې په کندوز ولایت کې د طالبانو د پراخو عملیاتو راپورونه ورکړل شوي او پارلمان کې د دغه ولایت استازو د کندوز ولایت د سقوط خبرداری ورکړی و.

د کندوز والي وویل طالبانو دغه ولایت ته ځکه پام اړولی چې افغان حکومت د بدخشان، فاریاب او سرپل په ګډون په ګڼو نورو شمالي ولایتونو کې په عملیاتو بوخت دی او د طالبانو هڅه دا ده چې د امنیتي ځواکونو پام له دغو سیمو کندوز ته واړوي.

کندوز د افغانستان په شمال ختیځ کې یو له مهمو ولایتونو دی چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري او د دغه هېواد یو تر ټولو مهم د شیر خان بندر هم په همدغه ولایت کې دی.

د شیرخان بندر د ګمرکو یوه کارکونکي فضل الدین حفیظ بي بي سي ته وویل وروستیو نښتو په دغه بندر کې پر وارداتو او صادراتو جدي اغېزه کړې ده.

ورته مطالب