د خوندي ساتنې توکو نشتوالي د چارګل نیم بدن شل کړ

چارګل د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چارګل وايي تر ټپي کېدو وروسته د کار څښتن یوازې تر روغتونه رسولی او نوره هېڅ مرسته یې ور سره نه ده کړې.

د اپرېل اته ويشتمه د کارګرو د خوندیتوب نړیواله ورځ ده. دغه ورځ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کارګرو د خوندیتوب او د هغوی ځاني امنیت ته د پام وراړولو په موخه لمانځل کېږي.

خو په افغانستان کې بیا کارګر وايي، د کار پر مهال دوی ته د ځان ساتنې اړین توکي نه ورکول کېږي او ډېری وخت دوی دغه توکي له بازارونو پېیري.

د کارګرو له حقونو د ملاتړ بنسټونه بیا نیوکه کوي چې په کار ځایونو کې د کارګرو خوندیتوب ته پاملرنه نه کېږي چې له امله یې هر کال ډېر شمېر افغانان په کار ځایونو کې مري یا معلولېږي.

په کابل کې زموږ همکار سید ولي ناصر له کارګرو سره غږېدلی او دغه رپوټ یې چمتو کړی دی.

د کابل ښار د رحمن مېنې اوسېدونکی پنځه څلوېښت کلن چار ګل په ساختماني کارونو کې د خوندي-ساتنې توکو د نشتوالي له امله خپل نیم بدن له لاسه ورکړی. چارګل چې اوس په دواړو پښو شل او د معلولینو په څوکۍ کې ناست وي، یو وخت په څلورو اندامونو روغ او د منډي ترړې سړی و.

هغه لس کاله وړاندې په کابل کې د ودانۍ جوړولو پرمهال د ځان ساتنې د توکو د نه کارولو او د لنټر چلوونکي د ناغېړۍ له امله د لنټر ډولچې وځاپه او نیم بدن یې له کاره ولوېده.

Image caption د افغانستان د کار د قانون له مخې په کارځایونو کې د کارګرو ټول اړین توکي د کارځای د مشر له خوا برابرېږي، هغه څه چې په افغانستان کې تر ډېره ورته پاملرنه نه کېږي.

چارګل وايي چې تر ټپي کېدو وروسته د کار څښتن یوازې تر روغتونه رسولی او نوره هېڅ مرسته یې ور سره نه ده کړې. دی زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې په روغتون کې یوه میاشت عملیات وځنډېدل.

افغانستان د کار په شرایطو برابر څه باندې دولس میلیونه وګړي لري، خو وګړو ته یې کاري مصروفیتونه په هاغه ډول چې باید برابر شوي وای نه دې برابر شوي.

په دغه هېواد کې ورځ تر بلې ډېرېدونکې بې روزګارۍ دې ته زمینه برابره کړې چې په کارځایونو کې په کارګرو هر ډول شرایط ومنل شي.

که هغه د کارګر د خوندیتوب لپاره د اړینو توکو نه برابرول ،یا له ټاکلې مودې څخه زیات وخت کار کول وي.

د کابل ښار د میرویس میدان په سیمه کې د مرمر ډبرو د فابریکې یو کار کوونکی وايي د ځان خودنیتوب یې ورته اړین دی، خو نه شي کولای له خپلې میاشتینۍ لاسته راوړنې هم کور وچلوي او هم د ځان ساتنې توکي واخلي.

Image caption د افغان کارګرو د ملي اتحادیې مشر معروف قادري وايي، د قانون له مخې باید د کارګرو ټول د ځان ساتنې توکي د کارځایونو د مشرانو له خوا برابر شي

نوموړی وايي د کار مالک پرې له اولې ورځې منلې چې ټول توکي خپله ځان ته برابر کړي:

''موږ باید د کار پر مهال ځانګړې حفاظتي خولۍ،، لاسماغوګان، ماسک او نور اړین توکي برابر کړي خو په دغه ځای کې لسګونه کسان کار کوي، یوه ته یې هم د ځان ساتنې توکي نه دي ور کړل شوي.''

خو په ورته وخت کې د کار ځایونو مالکان هم شکایت کوي چې د لږ خرڅلاو او کمې ګټې له امله نه شي کولای د کارګرو ټولې اړتیاوې پوره کړي. د مرمر ډبرو د یوې فابریکې مشر عبدالحلیم وايي چې پخوا به يې کارګر په میاشتینۍ تنخوا ګومارل او د ټپي کېدو پر مهال به یې درملنه هم ورته کوله خو اوس ګارګرو ته یوازې ټاکلی میاشتینۍ پیسې ورکوي.

Image caption افغانستان د کار په شرایطو برابر څه باندې دولس میلیونه وګړي لري، خو وګړو ته یې کاري مصروفیتونه په هاغه ډول چې باید برابر شوي وای نه دې برابر شوي.

د افغانستان د کار د قانون له مخې په کارځایونو کې د کارګرو ټول اړین توکي د کارځای د مشر له خوا برابرېږي، هغه څه چې په افغانستان کې تر ډېره ورته پاملرنه نه کېږي.

د افغان کارګرو د ملي اتحادیې مشر معروف قادري وايي، د قانون له مخې باید د کارګرو ټول د ځان ساتنې توکي د کارځایونو د مشرانو له خوا برابر شي.

دی نیوکه کوي چې په کارځایونو کې د کار قانون لږ پلی کیږي او په ځينو ځایونو کې خو ان دغه قانون پیژندل کیږي نه.

په داسې یو هیواد کې چې بې روزګاري ورځ تر بلې ډېرېږي کارګرو ته یوازې د کار پیدا کول مهم دي، پرته له دې چې دې ته پاملرنه وکړي چې حقونه یې خوندي دي او کنه . خو له بلې خوا د کارګرو د حقونو په اړه نه پوهاوي دې ته زمینه برابره کړې چې ګام په ګام په کارځایونو کې کارګرو ته سلیقوي اصول وټاکل شي.

Image caption په افغانستان کې بیا کارګر وايي، د کار پر مهال دوی ته د ځان ساتنې اړین توکي نه ورکول کېږي او ډېری وخت دوی دغه توکي له بازارونو پېیري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مني چې په کارځایونو کې د کارګرو خوندیتوب ته پاملرنه نه کېږي. دوی یې لاملونه د کار د قانون په اړه د عامه پوهاوي کموالی او د کار په نافذ قانون کې نیمګړتیاوې په ګوته کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند علي افتخاري بي بي سي ته وویل چې د کار په قانون کې یې نیمګړتیاوې په نښه کړي او د ښه پلي کولو لپاره یې ځینې مادې پکې ور زیاتې کړې دي:

''د کارګرو اوسنۍ ستونزې دوه عوامل لري چې یو یې د کار له قانون څخه د کارګرو ناخبري او بله ستونزه د کار په قانون کې وه. د پخواني قانون له مخې موږ نه شول کولای د کار له قانونه سرغړوونکی عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفی خو له نېکه مرغه د نوي قانون په مسوده کې مو دغه موارد اصلاح کړي دي.''

افغان کارګر نه یوازې د کار په سیمه کې د خوندیتوب د تدابیرو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي، بلکې د کاري خوندیتون نشوالی ، د زیان نه جبران، د کاري ساعتونو نه رعایت او د کاري قراردادونو نشتوالی چې له مخې یې د کارګرو دندې او حقونه وټاکل هغه څه دي چې کارګر یې له ډیرو ستونزو سره مخ کړي دي.

دا چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارګرو د حقونو د خوندیتوب لپاره په قانون کې د بدلون خبره کوي، معلومه به شي چې په راتلونکي کې دغه بدلونونه د افغان کارګرو په ژوند کې څومره توپیرونه راوړلی شي.