"هلمند کې د طالبانو ۶ مهم قومندانان او۳۰ وسله والو وژل شوي"

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند امنیتي چارواکي وایي، له تېرو څلور ورځو راهسې یې د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج او خشکاوي سیمو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي دي.

د هلمند د پولیسو مشر نبي جان ملاخېل وایي، ددغو عملیاتو پرمهال یې د وسله والو طالبانو د ۶ مهمو قومندانانو په ګډون "لسګونه" طالبان وژلي دي.

کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون درانی د ښاغلي ملاخېل له قوله وايي، په وژل شوو طالب قومندانانو کې د سنګین مخکینی ولسوال ملا ناصر، د طالبانو نظامي مشر ملا حقیار، قاري غمي ، مولوي نعمت الله، د نظامي کمیسیون مشر قاري نورالدین او مولوي عبدالخالق بلوڅ شامل دي.

چارواکي وایي، دغه عملیات یې وروسته له هغه په سیمه کې پیل کړل، چې ځایي اوسېدونکو د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه امنیتي ځواکونو ته شکایت کړي و .

د هلمند د پولیسو مشر وايي، عملیات به تر هغو روان وي چې په بشپړه توګه یې سیمه د وسله والو له شتون پاکه کړې نه وي.

نهر سراج یوه ناامنه سيمه بلل کېږي چي نه یوازې ناامنۍ یې مرکز لښکرګاه ته ګواښ جوړ کړی، بلکې تر څنګ یې د کندهار - هرات لویه لاره د هلمند په ساحه کې هم ناامنه کړې ده.

که څه هم وسله والو طالبانو په یادو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو له اړخه د عملیاتو د پیل خبره نه ده کړې، خو زیاتوي چې د چارشنبې ورځې تر غرمې پورې یې په نهر سراج کې د پولیسو په یوه ګاډي چاودنه کړې ده.

د افغان امنیتي ځواکونه وايي، د کندوز په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې یې ۲۱ پوځي عملیات پیل کړي دي، چې اوس هم دوام لري.

ورته مطالب