دفاع وزارت: ۱۳ ولایتونو کې ۲۱ پوځي عملیات دوام لري

د انځور حقوق MoD

افغان امنیتي ځواکونه وايي، د کندوز په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې یې ۲۱ پوځي عملیات پیل کړي دي، چې اوس هم دوام لري.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د حکومت مخالفان هېڅکله د کوم ولایت، ولسوالۍ یا کلي د نیولو توان نه لري.

ښاغلي وزیري په ټول افغانستان کې ۲۱ پوځي عملیاتو ته په اشارې سره وویل، اوس دغه عملیات په غزني او زابل ولایتونو کې د "بدر" په نامه دوام لري، چې د غزني اندړو او ګیلان ولسوالۍ او د زابل شاه جوی ولسوالۍ یې له مخالفانو پاکې کړې دي.

د دفاع وزارت دغې سرچینې دا هم وویل، په دې عملیاتو کې د حکومت ۷۷ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، بدخشان کې د "شاهین ۲۲" په نامه پوځي عملیات په وروستیو ورځو کې پیل شوي، او د ملي اردو هغه پوستې بېرته نیول شوې چې د حکومت مخالفانو څه موده مخکې نیولې وې او د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ دوام لري.

نوموړي وویل، بدخشان کې د حکومت مخالفو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو وردوج او جرم ولسوالیو کې امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

نن په کابل کې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د ناټو د ویاند په ګډون ګډ‌ه غونډه وشوه، خو د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه جزییات پکې ورنه کړل شول.

د کندوز عملیات

د افغان چارواکو په وینا، تر اوسه د کندوز جګړه کې د چټک غبرګون سرتېري، کومانډو، ملي پولیس او د ملي اردو سرتېري په جګړې بوخت دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم ویلي، که څه هم کندوز کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات په ټکني ډول مخته ځي، خو تر ډېره د ولسي وګړو ساتنې ته پام کېږي.

په وروستیو ورځو کې کندوز د افغان امنیتي ځواکونو او د طالبانو ترمنځ د درنې جګړې شاهد دی.

وسله والو طالبانو د کندوز ولایت تر دروازو پورې مخته شوي وو، همدا وو چې په ولسي جرګه کې د کندوز استازو ددغه ولایت د سقوط په اړه ژوره وېره وښوده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په کندوز کې د امنیتي وضعیت په اړه د استازو خبرې له افراطه ډکې وبللې، خو ټینګار یې دا و چې دغه ولایت ته په کافي اندازه سرتېري استول شوي.

په وروستیو کې د افغانستان د شمالي ولایتونو امنیت هم نارامه شوی، چې د صدیقي په وینا، د حکومت مخالفان له ۲۰۱۳ کال راهیسې د افغانستان په شمال کې د ځای پر ځای کېدو هڅې کوي.

ورته مطالب