افغانستان او هند د سوداګرۍ ګډې خونې پر جوړولو سلا شوي

د انځور حقوق Arg
Image caption ولسمشر غني د هند د سفر په ترڅ کې، د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي ډګر پر پراختیا ډېر ټینګار کوي.

افغانستان او هند د سوداګریزې پراختیا او پانګونې ته د هڅونې په موخه د ګډې سوداګریزې خونې پر جوړولو هوکړه کړې ده. دا هوکړه هند ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر درېیمه ورځ شوې ده.

د افغانستان او هند ترمنځ د کلنۍ سوداګریزې راکړې ورکړې کچه نژدې ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هند کې له خبریالانو سره په غونډې کې وویل چې د افغانستان موقعیت ته په کتو سره، او دا چې افغانستان شاوخوا د ‎" دریو تریلیونو ډالرو په ارزښت کانونه لري" دغه هېواد باید تولیدي اقتصاد ولري.

ولسمشر غني افغانستان د سیمو د هېوادونو تر منځ یو مهم هېواد وګڼه او د ده په وینا " د سیمې هېوادونه له افغانستانه پرته نه شي کولای چې له یو بل سره وصل شي".

د ښاغلي غني په وینا د افغانستان طبیعي سرچینې او له دغه هېواد څخه تېرېدونکي د غازو نل لیکه او نوري فایبر، یو امتیاز دی چې د افغانستان د اقتصاد د بډاینې لپاره باید ترې ګټه واخستل شي.

د افغانستان اوبه یوبل امتیاز دی چې د ښاغلي غني په وینا باید په سمه توګه یې مدیریت وشي.

له بلې خوا په هغې غونډې کې چې ولسمشر غني د هند د سوداګرۍ د خونې، صنایعو او د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د کنفدراسیون له غړو سره درلودله، هندي چارواکو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې دوی به هڅه وکړي د هند بازارونو ته د افغان سوداګرو لاس رسی آسانه کړي.

د انځور حقوق Arg
Image caption ولسمشر غني د افغانستان وچه میوه هغه په آسانه صادرېدونکی مال وباله چې د ساتنې لګښت یې هم کم راځي.

د دوی په وینا د هند او افغانستان د سوداګرۍ د خونو د چارواکو ترمنځ د یوه تفاهم لیک لاسلیکول چې نن به تر سره شي، د دغو هېوادونو تر منځ اقتصادي ودې ته ډګر لا نورهم پراخ کړي.

ولسمشر غني هندي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د ده حکومت له بهرنیو پانګوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

تر دې وړاندې کورنيو او بهرنيو پانګوالو له دې شکایت درلود چې د افغانستان په دولت کې اداري فساد د پانګونې مخه ډپ کوي.

په تېرې نژدې یوې نیمې لسیزې کې ډېرې بهرنۍ کمپنۍ چې افغانستان ته د پانګونې په تکل راغلې وې، له هېواده ووتې.

کارپوهان وايي د ادارې فساد د له منځه وړلو ترڅنګ، دولت باید د پانګونې ملاتړ وکړي او هغه ډلې په نښه کړي چې پانګوال ګواښوي.

ورته مطالب